د افغان-تاجیک پروژې د پلټنې او د تیلو په ساحه کې د هایدروکاربن تقسیم تولید کار ښه پرمختګ کړی

firoz_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۹:۴۰
oo

د افغان-تاجیک رسوبي حوزه چې (۳۱۰۰۰) کیلومټره مربع پراخوالۍ لري د افغانستان په شمال او شمال ختیځ ولایتونو لکه تخار، کندز، بلخ او بعضې برخې یې د جوزجان ولایت پورې هم منسوبیږي،  د تاجیکستان او ازبکستان سره د ګډې پولې په درلودلو سره موقعیت لري.

د افغانستان له هایدروکاربني زیرمو څخه د ګټې اخیستنې او د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د دوو صندوقلي او مزار شریف بلاکونه، چې د ټولېزې ځمکې مساحت یې (۵۷۶۷۱۰) هکټار دی د پلټنې او تقسیم تولید قرارداد یې د آزادې نړیوالې داوطلبۍ له لارې د کانونو د چارو په هکله د وزیرانو د ګډ کمیسیون له تصویب څخه وروسته د متحده عربي آماراتو دراګن آیل، د ترکیې هیواد ترکیش پټرولیم او د افغانستان غضنفر ګروپ د کنسرسیوم لخوا د اکټوبر په اتمه په ۲۰۱۳ کال کې لاسلیک شوي.

د پلټنې او تقسیم تولید قرارداد په لاسلیک کولو سره (Exploration and Production Sharing Contract)، د کنسرسیوم قرادادي به د بانکي تضمین په چمتو کولو، د لاسلیک د امتیاز په ورکړه، د ګډون فیس او د ځمکې د کرایې په ورکړه؛ کنسرسیوم ته په لومړیو کې اړین و ترڅو په قراردادي شويو سیمو کې د مقناطیسي-جاذبوی هوایی سروې ترسره کړي چې د یوه افریقایې شرکت سره د هوایی سروې د عملیاتو د ترسره کولو په موخه یې د فرعي قرارداد په لاسلیک کولو کنسرسیوم د مقناطیسي-جاذبوی هوایې سروې فعالیتونه د صندوقلي او مزارشریف کې د پلټنې پلان سره سم پیل کړي چې د مقناطیسي-جاذبوی هوایی سروې شاوخوا (5760.7) کیلومټره مربع په بشپړولو او د هغې نتایج یې په (۲۰۱۶) کال په لومړیو کې وزارت ته سپارلي.

د مقناطیسي-جاذبوی هوایې سروې د پایلو په پام کې نیولو سره، فرعي قراردادي کنسرسیوم د سایزمیکي 2D سروې د عملیاتو په ترسره کولو، چې د صندوقلي او مزارشریف په بلاکونو کې د سایزمیکي سروې عملیات د (۲۰۱۸) کال د ډسمبر په میاشت کې پیل چې د (۱۲۳۴) کیلومټره په اوږدوالي تر (۲۰۱۹) کال د سپټمبر میاشتې پورې سایزمیکي سروې لاندې په کامیابی شکل سره بشپړه کړي، چې ګزارش یې اوس مهال وزارت ته د وړاندې کیدو په حال کې دی.

د سایزمیکي سروې په بشپړیدو او د لاسته راغلي نتیجې په پایله کې کنسرسیموم اړ دی چې یو څاه د (5500) مټرو په ژوروالي وکیندي ، چې اوس مهال د څاه داوطلبۍ پروسه راوانه ده، چې کنسرسیوم به یې ټول اړین معلومات د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک کړي.

د دوو بلاکونو صندوقلي او مزارشریف د پلټنې او تولید تقسیم قرارداد سره سم، که چیرې سوداګري په قراردادي سیمو کې وموندل شي، کنسرسیوم به د تیلو او ګازو د لازیاتې څیړنې، پراختیا او سپړنې لپاره اړین عملیات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته