د افغانستان مصؤن اسناد طبع دولتي سوداګري شرکت له رئیس سره د مالي او اداري مرستیال لیدنه
د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د افغانستان مصؤن اسناد طبع دولتي سوداګریز شرکت له رئیس محمد وحید احمدي سره نن شنبه 19/1/1402 نېټې د مالي او اداري معینیت د غونډو په دفتر کې ورسره ولیدل.
په غونډه کې د بار وړونکو ټکټ په قرارداد او په هغه کې د درغلیو د مخنیوي په اړه بحث وشو او همدارنګه یاد شرکت له لوري د مسؤنیت، علایم مصونیت په سطحه باندې د یاد شرکت له لوري پرزنټیشن وړاندې شو او په پای کې د تائیدي موضوع تر بلې غونډې وځنډول شوه.