خبرتیا!

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۸:۷
ال

د کانونو او پټرولیم وزارت غواړي چې د کابل ښاریانو د سون توکو د ستونزو د حل لپاره اقدام ترسره کړي .

په همدې خاطر ټولو هغو شرکتونو او ملي سوداګرو ته خبر ورکول کېږي چې غواړي کابل ښار ته د ډبرو سکاره رانتقال کړي، خو دوی باید د سکرو د ډبرو نرخ، د پير او پلور او همدارنګه د یو ټن ډبرو سکرو راوړلو کابل ښار ته څومره وخت نیسي باید روښانه کړي. د یادونې وړ ده چې د خرڅلاو مسولیت هم پر خپله غاړه لري. بله دا چې د تخلیه کولو ځایونه د یاد وزارت لخوا ورته مشخص کېږي.

هغه شرکتونه او ملي سوداګر چې غواړي په دې پروسه کې برخه واخلي د دې خبر د نشر کولو له نېټې څخه تر لسو کاري ورځو پورې خپل معلومات د کانونو او پټرولیم وزارت ته وړاندې کړي.

د محترمو شرکتونو او تجارانو لپاره د هر ټن سکرو د خرڅولو په برخه کې یو اندازه منفعت او ګټه هم د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته