خبرتیا:
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د پانګوالو او عامه خلکو تر منځ داسې اوازې خپرې شوي دي چې ګواکې د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکاره في ټن د 2700 او 2800 افغانۍ بيې باندې ویشي. وزارت له خپلې رسمي وېب سایټ او ټولنیزو پاڼو له لارې اعلان کوي چې د خلکو تر منځ ناسمې اوازې خپرې شوي دي د ډبرو سکرو د في ټن تعرفې بیه چې مخکې ټاکلې وه په همغه بیعه توزیع کوي، چې هیڅ ډول پانګوال، عامه خلکو او حتا د اسلامي امارت غړو ته په تخفیف ندي ورکړل شوي.