ترکمن ـ افغان ګډه ناسته
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي تر کمنستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکمن ــ افغان ګډه ناسته د ګاونډیتوب ښې اړیکې تر عنوان لاندې کنفرانس چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په کوربتوب او د یاد هېواد د ترانسپورټ، نفت او ګازو، د ارتباطاتو او معلوماتو وزیرانو او د کابینې د مرستیالانو په حضور کې جوړ شوی وه ګډون وکړ.
په دې کتنه کې د اقتصادي پروژو، دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا او فرصتونو په ځانګړې توګه په سیمه ییز اتصال کې د ترکمنستان او افغانستان پر ستراتیژیک موقعیت او رول باندې تفصیلي خبرې وشوي.