افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI) اووم راپور خپور کړ
د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت (AEITI)د جون میاشتې په ۱۹ مه کال ۲۰۲۱ میلادي چې د ۱۴۰۰ ه ل د غبرګولي له ۲۹ مې نیټې سره سمون لري، اووم راپور خپور کړ. د یادونۍ وړ دې چې د AEITI اووم راپور په داخلي ډول د افغانستان د استخراجي صنایعو روڼیتا نوښت د MSG یا څو اړخیزې ډلې لخوا چمتو شوې دې ، یاد راپور د نقدي محاسبۍ پر بنسټ جوړ کړل شوې چې ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ (ډسمبر ۲۱ – ۲۰۱۷ تر ډسمبر ۲۰۱۹) کلونه تر پوښښ لاندې راولي. د جولاې په ۴ مه نیټه کال ۲۰۲۰ کې د څو اړخیزې ډلې په غونډه کې د یادې ډلې د منظورې پر بنسټ ، دې ډلې پریکړه وکړه چې د EITI آزمایښتي راپور ورکولو میتود به ومني او د یاد میتود له لارې به د افغانستان د استخراجي صنایعو روڼتیا نوښت اووم راپور چمتو کوي ، کوم چې د EITI راپور ورکولو لپاره بدیل میتود بلل کیږي. دا میتود او په دې ډول راپور جوړول د مستقیم آنلاین ډول د ارقامو او معلوماتو افشاء کولو ته وده ورکوي ، کوم چې د AEITI کلني راپور ورکولو لګښتونه هم کموي ، او په پایله کې یې د شریکانو غوښتنې ډیروي. دا راپور په روڼ ډول د EITI د ۲۰۱۹ کال د معیارونو پر بنسټ اړین ارقام او معلومات افشا کوي. یاد راپور په اساسي ډول د ارقامو خپرولو او د دولت د یو اړخیز معلوماتو پراساس دی. د ارقامو او معلوماتو افشا کولو سربیره، دا راپور د EITI ارقامو / معلوماتو د حکومت او شرکتونو لخوا د ورته افشا کولو په برخه کې شته خلاوې او ستونزې په ګوته کولو او حل کولو سره د سیستماتیک افشا کولو پیاوړتیا لپاره وړاندیزونه هم وړاندیز کوي.
باید یادونه وشي چې د دې راپور ارقام او معلومات د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت د ملي سکرتریت له خوا راټول شوي چې په کابل کې میشته دې. پداسې حال کې چې دا راپور په خاصه توګه د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ (ډسمبر ۲۱ - ۲۰۱۷ تر ۲۰ ډسمبر ۲۰۱۹) مالي کالونه تر پوښښ لاندې نیسي – له بلې خوا ، دا د افغانستان د استخراجي سکټور د کرونا وایرس COVID-19 بحران اغیزې هم روښانه کوي.
د دې راپور پر بنسټ په کال ۱۳۹۷ کې د استخراجي سکټور څخه د دولت عواید څلور میلیارډه اته سوه و څلور دیرش میلیونه نهه سوه و نهه زره و نهه سوه اووه څلویښت اعشاریه یو اتیا افغانی 4,834,909,947.81 افغانې او اووه شپیته میلیونه شپږ اویا زره نهه سوه اووه نوی اعشاریه شپږ امریکایی ډالر ( 67,076,997.06 ) امریکایي ډالر – او په کال ۱۳۹۸ کې د دولت عواید د استخراجي سکټور څخه څلور ملیارډه دوه سوه اته اتیا میلیونه یو سل څلور څلویښت زره او اوه سوه دری پنځوس 4,288,144,753.56 افغانی او پنځه پنځوس میلیونه او یو سل شپیته زره او یو اتیا اعشاریه دری اویا ( 55,160,081.73 ) امریکایي ډالر دي. د ۱۳۹۷ کال عواید ۷۵ فیصده اته دیرش میلیونه یو سل و دوه اویا زره پنځه سوه شپږنوی اعشاریه څلور اویا ( 38،172،596.74 ) امریکايي ډالر د ۱۳۹۶ کال له عوایدو زیات دي ځکه چې د څواړخیزې ډلې داسې پریکړه کړې وه چې هغه شرکتونه چې د ګازو یا نفتو د استخراج جواز نلري خو د معدي کالیو په صادراتو کې ښه ونډه لري او کارکوي باید د AEITI اووم راپور په محدوده کې شامل شي.
دا د ګمرکي محصولاتو او صادراتو مالیاتو اهمیت ته په کتو ، د کانونو له سکټور څخه د دولت د عوایدو بشپړونکې تصویر رامینځته کولو هڅه بلل کیږي. په اوسط ډول په ۲۰۱۴-۲۰۱۹ کلنۍ اقتصادي وده ۲.۳ وه – اوس مهال GDP یا داخلي ناخالص تولید په کال ۲۰۱۹ ( ۱۳۹۸) کې ۳.۹ فیصده ته رسیدلې دې. او د یادونې وړ ده چې په کال ۲۰۱۸ میلادي کې هیواد د وچ کالې له بدمرغې هم راووت او شاته یې پریښود. صنعتي سکټور ، چې کانونه او معدني استخراج پکې شامل دي ، په ۲۰۱۹ کې یوازې ۲ فیصده وده کړې.
د دولتي عوایدو راټولول له بدې مرغې خراب شوي ، په ځانګړي توګه د ۲۰۲۰ کال د دویم ربع راهیسې. په ټولیز ډول ، د 2020 کال په لومړۍ نیمایي کې د کورني عوایدو ټولول ۷۴.۷ ملیارده افغانۍ وه ، چې د مالیې وزارت له موخې (۹۴ میلیارد ) څخه شل سلنه کمه ده.
د AEITI اووم راپور یوه روښانه او تشخیصي تصویر د استخراجي صنایعو لپاره چې د ۱۳۹۷-۱۳۹۸ ( ۲۰۱۸-۲۰۱۹) کلونه تر پوښښ لاندې راولي وړاندې کوي او د امکان تر حده ۱۳۹۹ (۲۰۲۰) کال څخه هم د استخراجي سکټور یو مناسبه تصویر وړاندې کوي. او له بلې خوا یاد راپور د عامه پوهاوي بحثونو سبب ګرځي او د پالیسې د جوړولو لپاره موقع برابروي.
د AEITI د اووم راپور د تر لاسه کولو او یاد راپور د ډانلود کولو لپاره لاندنې لِنک ته مراجعه وکړې.
http://aeiti.af/Content/Media/Documents/7thAEITIReport(1397-1398)196202145742259553325325.pdf