کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي کمپنۍ له استازي سره ولیدل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۲۱
ز

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مالي او اداري مرستیال په شتون کې د 14/8/1402 نېټې د ترکي  کمپنۍ له استازي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د ترکي کمپنۍ استازي د افغانستان دننه د خامو نفتو د تصفیې خونې جوړولو په برخه کې خپله علاقمندي وښوده ويې ویل: د افغانستان د نفتو په برخه کې د پانګونې ترڅنګه د هېواد دننه په سټنډرډ او میعاري توګه د نفتو د تصفیې خونې جوړولو او پروسس کولو ته زموږ کمپنۍ چمتو ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ورته د ښه راغلاست ترڅنګ د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو اسانتیاو رامنځته کولو او د هېواد دننه د خامو نفتو د کار خونې جوړولو په برخه کې ورسره د لازمو همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت د سربو او جستو کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د سربو او جستو کانونو تخنیکي او مسلکي ارزونه ترسره کړه. د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

بېرته خبرونه ته