د مس شیدا پروژې لنډ راپور

firoz_admin
Sun, Sep 08 2019 3:46 PM
shaida

د مس شیدا کان ظواهر د هرات ښار ۶۵ کیلومټرۍ کې د ګذره او ادرسکن ولسوالۍ په سرحدي پوله موقیعیت لري.

دې هغې سروې پر بنسټ چې په کال ۱۹۷۳ کې د افغان او روسي انجینرانو لخوا ترسره شوي وه، د دې ساحې مس ۵ میلیونه ټنه اټکل شوي وو.

د دې ساحې مس پنځه میلیونه اټکل شوي، چې په کال ۱۹۷۳ میلادي کې د افغان او روسي ګډو انجینرانو لخوا په اثبات ورسیدل.

کانونو او پټرولیم وزارت د هیواد مالي ګټو د پیاوړتیا او د دې کانې زیرمې څخه د مؤثرې ګټې اخیستنې په پار؛ د پراختیا او استخراج لپاره یې د خصوصي سکتور د پانګې اچونې له لارې ورته زمینه مساعده کړي.

مس شیدا پروژه د مارچ میاشتې په ۱۶ په ۲۰۱۲ کال کې داوطالبۍ لپاره وړاندې شوه، چې د سپتمبر میاشتې په ۱۲ په ۲۰۱۸ کال کې یې د Silk Road Mining & Development کمپنی ته په قرارداد ورکړل شوه.

یادې کمپنی د قرار داد موادو پر بنسټ، وکولای شول چې خپل معلوم انکشافي پلان کانونو او پټرولیم وزارت ته واړندې کړي. دغه پلان د ارزیابۍ هیئت او د اقتصاد عالی شورا د منظورۍ څخه وروسته به د کان کیندنې داستخراج لپاره به جواز تر لاسه کړي.

نوموړي شرکت دا ژمنه کړي چې (21.3) میلیونه امریکایې ډالره به د دریو کالونو په جریان کې د کان په پراختیا باندې پانګه اچونه کوي، چې د دې پړاو وروسته به یې استخراج پیل شي.

د دې پروژې د کارونو د پرمختګ پخاطر، چې (95%) کارکونکي به یې اقغانان وي، په مجموعي توګه به د یو میلیون او شل زره (1020000) امریکایې ډالره به کارکونکو ته د زده کړې لپاره په مصرف ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي کمپني به د خپلو اجتماعي برخو د مسؤلیتونو له مخې به دوه سوه زره امریکایې ډالره به د مکتبونو په جوړولو او ټولنیزو وادانیو په ساختماني جوړښت ولګوي. او همدارنګه د هرات ولایت اوسیدونکو په هیواد کې د دندو د پیداکیدو او اقتصادي پراختیا پخاطر د دې پروژې د پلي کیدو لپاره خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.

Latest news

Sun, Apr 12 2026 10:28 PM
Background image

Senior Advisor of the Ministry Meets the CEO of TNG Company

Mr.Ahmad Jan, Senior Advisor of the Ministry, in the presence of Mr. Mohammad Israel, General Director of Petroleum, and members of the technical committee, met on Sunday, 4/12/2026,. . .

Sat, Apr 04 2026 9:07 PM
Background image

Officials of the Ministry of Mines and Petroleum Departs for Uzbekistan to Attend a Training Program

By the innovation and coordination of Directorate of the Mining Institute, an official team comprising 18 technical and professional staff members of the Ministry of Mines and Petroleum. . .

Tue, Mar 31 2026 6:41 PM
Background image

Signing the Salt Mine Contract of Herat Province

Mr Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for 5th block of Namaksar area in Ghorian District of Herat Province with area of 10.51 square km; involving. . .

BACK TO NEWS