د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه
د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د ماوي سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو، سیمه ییزو مسوولینو، د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو او د هېواد ګڼ شمېر پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې د پلور داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې ۸۵۵۴ کیلوګرامه بېروج، کنزیټ، بلور، ټوپاز او مارګنایټ ډبرې د(۵۲٬۶۲۰٬۰۰۰) دوه پنځوس میلیونه شپږ سوه شل زره افغانیو په قیمت سره و پلورل شوې، چې په کې د اسلامي امارت ونډه (۵٬۲۶۲٬۰۰۰) پنځه میلیونه دوه سوه دوه شپېته زره افغانۍ ده.
