د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کانکېندنې ارزونې ترسره شوی
د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کانکېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسامالدین صابري په مشرۍ یو ځانګړی پلاوی ټاکل شوی. نوموړی پلاوي د خپل کاري سفر پر مهال د حصارک ولسوالۍ سرپنټین معادن، کنجکي لاجیګړ او جوکان ساحې له نږدې وکتلې.
پلاوي د ځانګړې کړنلارې له مخې د کېندنو بهیر، د قراردادي شرکتونو فعالیتونه او اړوند موارد ارزولي، ترڅو د کان کیدنو په چارو کې اصلاحات رامنځته شي. همدارنګه، د کانونو مسلکي کېندنې او شفافیت د تأمین په موخه له یادو شرکتونو سره ارزنیزې ناستې ترسره شوې او لازمې سپارښتنې وړاندې شوې. ټینګار وشو چې ټول اصولي جواز لرونکي شرکتونه به د ټاکل شوو معیارونو له مخې تنظیم او مدیریت شي.
سربېره پر دې، پلاوي د چاپېریال ساتنې او د کاني زېرمو د معیاري استفادې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.
