د وزارت ستر سلاکار د Mumtaz Corporation کمپنۍ له استازي سره وکتل

kamran2_admin
Wed, May 07 2025 11:56 PM
دیدار مشاور ارشد مقام وزارت با نماینده کمپنی Mumtaz Corporation

* د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکارانجنیر وحید الله حلیمی، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج د چهارشنبه په ورځ په ۱۴۰۴/۲/۱۷ نېټه  د وزارت د غونډو په تالار کې د مالیزیا هېواد د Mumtaz Corporation  کمپنۍ له استازي سره وکتل.
په دې کتنه کې د یادې کمپنۍ استازي د افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات په اړه خوښي څرګنده کړه او د دې هېواد د کانونو په ځانګړي توګه د نفتو، ګازو او سرو زرو په برخه کې د پانګونې په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړه. هغوی د وزارت له رهبري نه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه ورسره همکاري وکړي.
د وزارت سترسلاکار د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ  او غوښتنه یې وکړه چې د یادې کمپنۍ متخصصینو په مرسته دې د انجینرانو ظرفیت لوړولو او د کانونو د استخراج په برخه کې د نوې ټکنالوجي څخه د ګټې اخیستنې په موخه همکاري وکړي..

Latest news

Sun, May 03 2026 3:05 PM
Background image

Signing of the Poly-Metallic Mine Contract of Faryab Province 

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for the poly-metallic mine located in the Seh Ko area of Kohistan District, Faryab Province, on Sunday, 3/5. . .

Sun, May 03 2026 2:47 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets the President of Fang Yun Company

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, held a meeting on Sunday, 3/5/2026 with the chief of the Chinese Fang Yun Company and his accompanying delegation at the. . .

Thu, Apr 30 2026 12:28 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Visits Oil Survey Site in Balkh Province

The Minister of Mines and Petroleum, Mr. Hedayatullah Badri, during his visit to Balkh Province, inspected the oil survey site in the Mohammad Jan field.
The survey is being conducted. . .

BACK TO NEWS