د ارزګان ولایت د فلورایټو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
Sat, Jan 11 2025 2:47 PM
د ارزګان ولایت د فلورایټو داوطلبي ترسره شو

د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د الوم باغ سیمې د (۱۸۰) ټنه فلورایټو د پلور داوطلبي د ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ نېټې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلې کمېټې او داوطلبو شرکتونو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست تر څنګ د فلورایټو او د یادې پروسې د روڼتیا په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
په دغه داوطلبۍ کې د ګډون کوونکو شرکتونو له جملې څخه فرید شیرزاد لیمټید د ارزګان ولایت د چهار چینو ولسوالۍ الوم باغ سیمې د (۱۸۰) ټنه استخراج شویو فلورایټو یو ټن (۱۵۵۰۰) افغانیو په قېمت سره ګټوونکی اعلان شو.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS