ملت ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام کې د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري له لوري یو کلن راپور وړاندې شو

sp_admin
Sun, Sep 22 2024 10:31 AM
س

 

ملت ته د حکومت حساب ورکولو پروګرام کې، چې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وه، مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج محمد معراج معراج، د وزارت ویاند مفتي همایون افغان او یو شمېر رئیسانوګډون درلود، د وزارت د لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو راپور یې د رسنیو په شتون کې وړاندې کړ.

په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال وویل: د خوښۍ ځای دی چې نن په یوه مهمه غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې د افغانستان له شریف ملت سره شریکوو هغه همدا راز زیاته کړه: د وزارت د مشرتابه په هڅو او مدیریت سره به ان شاءالله په نږدې راتلونکي کې دا هیواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په لور رهبري کړو او له هره اړخه به په ځان بسیا شو.

ورپسې د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان د دغه وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د هر اړخیز معلومات وړاندې کولو پرمهال وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د کانونو د ساتنې او ښې استفادې په برخه کې په جديت او روڼتیا سره کار وکړي او په راتلونکي کې د هغو د تطبیق په برخه کې ښه او منظم پلانونه په پام کې نیول شوي دي، د مخکینو تړونونو د مدیریت سربیره، تېرکال د کورنیو پانګوالو سره د کوچنیو کانونو 80 قراردادونه او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره 13 دلوی مقیاس کانونو قراردادونه د ازادې داوطلبۍ له لارې لاسلیک شوي، د عاليقدر امیرالمومنین حفظه الله په لارښوونې د7 لويو کانونو او6 نورو کوچنيو کانونو پيسې يې د قوشتېپې کانال د تمويل او يو شمېر سړکونو او بندونو د جوړولو لپاره ځانګړې کړې دي.

همدا راز په دغه غونډه کې د مس عینک پروژې د کار او پرمختګ، د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل د هوکړه لیک لاسلیک، د آمو دریا د تېلو حوزه کې د 21 فعالو څاګانو او د 25 څاګانو د کیندلو او بیارغونې او د نویو کانونو کشف، د کانونو د پروسس د جوازونو ویش، د قراردادونو تمدید، د قراردادونوځنډول او لغوه کول، د پنجشېر ولایت کې د زمرد استخراج او پلور د داوطلبۍ له لارې، چې تراوسه پورې څه باندې 1700 کانونو د پنجشېر ولایت په بېلا بېلو برخو کې تثبیت او سروې یې ترسره شوې او د کانونو استخراج په موخه یې 575 د زمردو مسلکي جوازونه او درې دیاقوتو جوازونه دیاد ولایت خلکو ته وېشل شوي دي، چې تر دې دمه يې 78000 قیراطه زمرد په 25 داوطلبیو کې د 5.5 میلیونه ډالرو په ارزښت پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو پلورل شوي، چې یوازې 10 سلنه پکې د اسلامي امارت ونډه ده. همدارنګه د لویو کانونو د استخراج قراردادونه، د مالګې سکتور مدیریت، په فاریاب ولایت کې د اندخوی مالګې قرارداد، د آمودریا نفتي حوزه، په جوزجان ولایت کې د یتیم تاق د ګازوسیمې، د کټواز، هلمند او هرات نفتي حوزې، د طوطي میدان جنګل کلان او چغچي د ګازو لرونکې سیمې شامل دي. د کانونو قانون، مقررات او طرزالعملونه، پلان او پالیسۍ، د پانګوالو هڅول، د منرالونو د لومړیتوبونو طرحه او د کانونو او پټرولیم وزارت راتلونکي پلانونه یې له خلکو سره شریک کړل.

Latest news

Sun, May 03 2026 3:05 PM
Background image

Signing of the Poly-Metallic Mine Contract of Faryab Province 

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed the contract for the poly-metallic mine located in the Seh Ko area of Kohistan District, Faryab Province, on Sunday, 3/5. . .

Sun, May 03 2026 2:47 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Meets the President of Fang Yun Company

Mr. Hidayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, held a meeting on Sunday, 3/5/2026 with the chief of the Chinese Fang Yun Company and his accompanying delegation at the. . .

Thu, Apr 30 2026 12:28 PM
Background image

Minister of Mines and Petroleum Visits Oil Survey Site in Balkh Province

The Minister of Mines and Petroleum, Mr. Hedayatullah Badri, during his visit to Balkh Province, inspected the oil survey site in the Mohammad Jan field.
The survey is being conducted. . .

BACK TO NEWS