د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له افغان او چینايي پانګوالو سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د سکو افغان شرکت له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
پانګوالو د هېواد په اوسني حالت خوښي څرګنده کړه د بهرنیو پانګوالو لپاره یې اوسنۍ وضعیت غوره وباله، د سمنټو د تولید د کارخونې جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په هېواد د پانګونې په برخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ، ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه همکاریو ته چمتو یو.