د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له ترکیې پانګوالو سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د چهارشنبې په ورځ د 18/5/1402 نېټې له ترکیې پانګوالو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
ترکیې پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه. او د هېواد د نفتو ګازو زېرمو او د بلخ ولایت د برېښنا کارخونې او د کیمیاوي کود په برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کان کېندنې د طرزالعمل او قوانینو مطابق یې د همکارۍ ژمنه ورسره وکړه.