د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بلخ له مرستیال والي سره ولیدل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست او مل پلاوي د پنجشنبې په ورځ د 1402/3/11 نېټې د بلخ له مرستیال والي سره ولیدل
په دغه ليدنه کې د بلخ ولايت له مرستيال والي سره په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د دغه ولایت کانونو غیرقانوني استخراج د مخنیوي په څرنګوالي او د یاد ولایت معدني سرچینو مدیریت په موخه د کمیټې پر جوړولو بحث او نظرونه سره شریک کړل.