د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت، کاني پروژو د پلي کېدو او د اړوندو ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د یادو زونونو د کانونو په برخه کې د شته ستونزو، د کاني پروژو د چارو د ښه مدیریت او د کانونو له عوایدو څخه د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بحث وشو.
د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د کانونو له عوایدو څخه به د اړوندو سیمو د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي، څو د کانونو د عوایدو څخه خلکو ته ګټه ورسېږي.سربېره پردې په دې لیدنه کې د کاني پروژو د اغېزمن مدیریت، د چارو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د کاني پروژ د امنیت د تامین په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو موضوعاتو د عملي کېدو او د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
