د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د اکتشاف د هوکړې د عملي کېدو، د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون د پلي کېدو، د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه، په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه ‌لیکونو د پلي کېدو بهیر وارزول شو او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وشو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته