*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*
د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال پلاوي د سرب او جستو او فلورایټ کانونو څخه دلیدنې سربېره، د کانکېندنې شرکتونو له رئیسانو او اړوندو مسوولینو سره د شویو ژمنو د عملي کېدو، د کانونو د قانوني استخراج، د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو، د چاپېریال ساتنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د کانکېندنې شرکتونو استازو ته د یادو برخو د لا ښه پلي کېدو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د دغې لیدنې موخه د کانونو د فعالیتونو ارزونه، د شته ظرفیتونو او نیمګړتیاوو پېژندل، د چارو د لا ښه والي لپاره د عملي سپارښتنو وړاندې کول او د کانونو او پټرولیم وزارت د خدمتونو د اغېزمنتیا لوړول وو.
