د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
نيوز

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰ کیلومټره سیمه نوره هم چمتو شوی ده.

د معلوماتو له مخې، د پروژې سیمې ته نوې نللیکې او تخنیکي تجهیزات د لېږد په حال کې دي، چې دا به د کارونو په چټکتیا کې مهم رول ولوبوي. تمه ده چې د روان میلادي کال تر پایه د هرات اړوند د پروژې ۱۵۳ کیلومټره برخه بشپړه شي.

 دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت ژمن دی، چې دا پروژه به د ټاکلي مهالوېش سره سم پر مخ ولاړه شي او په بشپړېدو سره به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

ټاپي پروژه چې د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي، د انرژۍ د لېږد تر څنګ د اقتصادي ودې او سیمه‌ییزو همکاریو په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۷:۳۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن ‌باشي بندر څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، ترکمنستان ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد په ترکمن ‌باشي بندر کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې د هرات برخې لپاره د نللیکو او اړینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې. . .

بېرته خبرونه ته