د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د نفرایټو کانونو قراردادیانو د نفرایټو کانونو د استخراج د طرحې او کاري پلان په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو څخه وروسته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به رسېدنه وشي او دغه راز یې د قراردادیانو د رویالیټي او پورونو د ورکړې په اړه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۴:۱
Background image

د وزارت ستر سلا کار د کندهار د سمنټو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج او مل پلاوي د کندهار ولایت د شور اندام د سمنټو له کارخونې لیدنه وکړه.
د وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴
Background image

نیمروز ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۲۲:۱
Background image

د ټاپي سترې پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي سترې پروژې رغنیزې چارې دا مهال د افغانستان په هرات ولایت کې په چټکتیا سره له کوم ځنډ پرته رواني دي. تر دې دمه څه باندې ۶ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۵۵۰۰ مټره نللیکې سیمې ته. . .

بېرته خبرونه ته