د آمو سیند د نفتي حوزې تړون له چینايي CPEIC شرکت سره لاسلیک شو 

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۳:۱۹
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي  شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور،  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر آخند، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو او یو شمېر د کابینې غړو په حضور کې له چینايي CPEIC کمپنۍ سره د آمو سیند د نفتي حوزې تړون نن پنجشنبه 15/10/1401 نېټې  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړ. 
د تړون د لاسلیک مراسم د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور میلمنو ته د ښه راغلاست  ویلو په ترڅ کې د آمو سیند د نفتي حوزې  د تړون د جزئیاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د نفتو په استخراج کې په ځان بسيا شي او څه دپاسه درې زره افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د آمو سیند د نفتي حوزې پروژه په 4500 کیلومتره مربع مساحت کې چې د جوزجان، سرپل او فاریاب په ولایتونو کې موقعیت لري، د 25 کلونو لپاره لاسلیک شو او قراردادي شرکت په لومړي کال کې 150 میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې به 540 میلیونه ډالره پانګون کوي. او همدارنګه په دغه قرارداد کې افغان حکومت به 20 سلنه ونډه لري او ټول پروسس به یې په افغانستان کې کېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج مولوي عبدالغني برادرآخند هم د آمو سیند په حوزه کې د نفتو د پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانستان بې شمېره طبیعي زیرمې لري که چېرته په ګټوره توګه ترې ګټه واخلو له دې  سره کولای شو د هیواد اقتصادي وده لوړه کړو. اسلامي امارت د آمو سیند نفتي حوزې له قراردادي شرکت سره له هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. او همدارنګه یې د کانونو او پټرولیم وزارت ته هدایت ورکړ چې د قراردادي شرکت له کارونو د پروژې د تطبيق له بهير څخه څارنه او ارزونه وکړي.
د آمو سیند د نفتي حوزې د قرارداد د لاسلیک مراسم د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خبریالانو په پوښتنو او ځوابونو ویلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۳:۳
Background image

هرات ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي، د لویو کانونو رئیس حافظ انجنیر ابوبکر امیني هرات ولایت ته یې د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کانونو ریاست له کار کوونکو سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۴۵
Background image

د مس عینک پروژې د کان کیندنې پلانونو په اړه پریزنټېشن وړاندې شو

یاده غونډه د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۹/۲۷ نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج، د عینک مسو پروژې رئیس انجنیر حمیدالله حبیبي، تخنیکي ټیم او د MJAM. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۴۵
Background image

د ټاپي پروژې د چارو بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف او مل. . .

بېرته خبرونه ته