هلمند اوسیدونکو د ټاپي پروژې (ګازي پایپ لاین) د کارونو د اجرا څخه خپل ملاتړ وکړ.

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۴:۴۹
124

د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې د همغږۍ دفترهیئت د روان کال د وږی میاشتې په ۲۹ نیټه هلمند ولایت ته سفر وکړ. چې د خپل سفر په ترڅ کې یې د دې ولایت دولتي چارواکو، د صنعت کارانو له اتحادیو، پانګه اچونکو، قومي مخورو او ځای خلکو له استازو سره یې لیده کاته وکړل. د سفر په ترڅ کې، نوموړي هیئت د ټاپي ګازي پروژې د اوسنیو پرمختګونو په اړه چې په ځانګړي توګه په تخنیکي، حقوقي او اجتماعي برخو کې ترسترګو کیږي خبرې او هم د پروژې د تطبیق په مرحله کې د ځایې ټولنو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د ټاپي پروژې همغږۍ دفتر همکارانو په هلمند ولایت کې له پانګوالو، ځایې ټولنو او د هلمند ولایت دولتي اداراتو سره د خپلو لیدنو او خبرو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د ګازو څخه په استفادې د بريښنا د د ضرورتونو او ټاپي پروژه د دې ولایت د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وکړې.

د هلمند غیور ولس، په ټاپي پروژه کې د ورستیو پرمختګونو څخه مننه وکړه او له نوموړي پروژې څخه یې خپل ملاتړ وښود.

کانونو او پټرولیم وزارت د محلي خلکو ګډون د پروژو په پلي کیدو کې یو له حیاتي او حتمي امرونو څخه ګڼي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته