د کندز ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
کندز ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان د شمالي ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې مرکزیې د کندز ښار دي. دا ولایت د شمال لخوا د آمو سیند او تاجکستان، ختیځ ته یې تخار، سویل ته یې بغلان، لویدیځ ته یې بلخ او د سویل لویدیځ لخوا د سمنګان له ولایت سره ګډه پوله لري. او همدارنګه د کندز ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (1,136,677) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د کندز ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (19) سیمې په جدول کې ثبت شوي.
د کندز ولایت کاني ظواهرو لیست!
شمېره |
ولایت |
د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر |
کاني سیمې |
1 |
کندز |
سلستین |
د کارتو سیمه |
2 |
کندز |
فاسفوریت |
د علی آباد سیمه |
3 |
کندز |
سول |
د زرکمر سیمه |
4 |
کندز |
جغل دریایی |
د چهارسرکه سیمه |
5 |
کندز |
سیلستین |
د کوری تاو سیمه |
6 |
کندز |
فاسفیت |
د دره کلان سیمه |
7 |
کندز |
د سرو زرو خواره |
د بستر دریایی امو سیمه |
8 |
کندز |
د گچ ډبره |
د کوری تاو سیمه |
9 |
کندز |
ودانیزې ډبرې |
د کوه قطر بلاق جان سیمه |
10 |
کندز |
ودانیزې ډبرې |
د سه تله سیمه |
11 |
کندز |
ریگ جغل او ودانیزې ډبرې |
د سرخ بیتل سیمه |
12 |
کندز |
سول |
د زر کمر سیمه |
13 |
کندز |
ریگ او جغل |
د قم سای سیمه |
14 |
کندز |
ودانیزې ډبرې |
د ایرگنک، قره باطر وجمه بازار سیمه |
15 |
کندز |
ودانیزې ډبرې |
د کوه چوغه سیمه |
16 |
کندز |
ریگ او جغل کوهی |
د اسپند گذر سیمه |
17 |
کندز |
ریگ او جغل |
د موسی زی سیمه |
18 |
کندز |
ریگ او جغل |
د چهار سرکه سیمه |
19 |
کندز |
نفت |
د کوری تاو سیمه |
سرچینې:
- د کندز ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره ۲۰۱۸https://idlg.gov.af/kunduz/ )
- د کندز ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، https://www.nsia.gov.af:8080/wpu- 1399content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf