د کاپیسا ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
کاپیسا ولایت چې د بې شمېره کاني ظواهرو در لودونکی دی، د هېواد د مرکزي ولایتونو په قطار کې راځي، چې شمال ته یې پنجشیر، ختیځ ته یې لغمان، سویل ته یې کابل او د لویدیځ له پلوه د پروان له ولایت سره ګده پوله لري، چې مرکز یې د محمود راقی ښار دی. او همدارنګه د کاپیسا ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (488,298) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د کاپیسا ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (46) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د کاپیسا ولایت د کاني ظواهرو لیست!
| شمېره | ولایت | د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر | کاني سیمې | 
| 1 | کاپیسا | اوسپنه | د چکری نو سیمه | 
| 2 | کاپیسا | اوسپنه | د نکرو خانه سیمه | 
| 3 | کاپیسا | اوسپنه | د درنامه سیمه | 
| 4 | کاپیسا | اوسپنه | د دزد دره سیمه | 
| 5 | کاپیسا | بریلیم د پگماتیت په سیمه کې | د پچغان سیمه | 
| 6 | کاپیسا | تنتالیم او نیوبیم د پگماتیت په سیمه کې | د درم درم سیمه | 
| 7 | کاپیسا | تنتالیم او نیوبیم | د درم درم سیمه | 
| 8 | کاپیسا | مسکویت | د پچغان سیمه | 
| 9 | کاپیسا | مسکویت | د مانجه دار سیمه | 
| 10 | کاپیسا | مرمر | د ریگ روان لومړۍ او دوېمه برخه | 
| 11 | کاپیسا | ودانیزې ډبرې | د نوآباد ریگ روان سیمه | 
| 12 | کاپیسا | خاور لرونکی جغل | د قریه میر خیل سیمه | 
| 13 | کاپیسا | خاور لرونکی جغل | 
 | 
| 14 | کاپیسا | ودانیزې ډبرې | 
 | 
| 15 | کاپیسا | ریگ او سمندريجغل | د هروکی سیمه | 
| 16 | کاپیسا | ودانیزې ډبرې | د میرخیل سیمه | 
| 17 | کاپیسا | سرپنتین | د کوهی شندغر سیمه | 
| 18 | کاپیسا | تالکیت | د کوهی شندغر سیمه | 
| 19 | کاپیسا | اپیدوت | 
 | 
| 20 | کاپیسا | تالک | 
 | 
| 21 | کاپیسا | تالک | د خوجه بلند سیمه | 
| 22 | کاپیسا | ریگ او جغل | د سولانک سیمه | 
| 23 | کاپیسا | جغل | د سولانک سیمه | 
| 24 | کاپیسا | گرانات | د سرغوین دره کلان سیمه | 
| 25 | کاپیسا | اکومارین او بیریل | د پجن دره سیمه | 
| 26 | کاپیسا | مرمر | د سنگ بریده سیمه | 
| 27 | کاپیسا | مرمر او تالکیت | د نبی مینه سیمه | 
| 28 | کاپیسا | مرمر او تالکیت | د غندی سیمه | 
| 29 | کاپیسا | د مرمر ډبره | د کوه خم زرگر سیمه | 
| 30 | کاپیسا | ودانیزې ډبرې او خاوره لرونکی جغل | د کوه چشمه سیمه | 
| 31 | کاپیسا | 
 | 
 | 
| 32 | کاپیسا | د مرمر ډبره | د کوه شنده غر سیمه | 
| 33 | کاپیسا | د مرمر ډبره | د کوه شنده غر سیمه | 
| 34 | کاپیسا | کوارسیتونه (د ښیښو د تولید خام توکي ) | د کوه دزد دره سیمه | 
| 35 | کاپیسا | چونه ډبره | د سرتپه سیمه | 
| 36 | کاپیسا | د تالک دبره | د افغانیه نبی مینه سیمه | 
| 37 | کاپیسا | د تالک دبره | د افغانیه نبی مینه سیمه | 
| 38 | کاپیسا | ودانیزې ډبرې او خاوره لرونکي جغل | د کله وت سیمه | 
| 39 | کاپیسا | دانیزې ډبرې او خاوره لرونکي جغل | د کله وت سیمه | 
| 40 | کاپیسا | نفرایت | د کوه ولگی سیمه | 
| 41 | کاپیسا | نفرایت | د کوه ولگی سیمه | 
| 42 | کاپیسا | سرسیت | د شوخی سیمه | 
| 43 | کاپیسا | مرمر | د ریگ روان سیمه | 
| 44 | کاپیسا | تالک | د دره افغانیه سیمه | 
| 45 | کاپیسا | اوسپنه | د چکری نو سیمه | 
| 46 | کاپیسا | اوسپنه | د نکرو خانه سیمه | 
سر چینې:
- د کاپیسا ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸https://idlg.gov.af/kapisa/))
- د کاپیسا ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پر بنسټ، د هیواد د نفوسو د کال کتاب، او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf