د کانونو تاریخ

په ټول افغانستان کې د فرهنګي سرچینو ساحې ددې ښکارندويي کوي چې په افغانستان کې د معدنکارۍ ځینې کړنلارې تر زرونو کلونو پورې ددغې سیمې د فرهنګ یوه برخه وه او ددغې سیمې خلکو له کلونو راهیسې د کانونو په را ایستنه کې اغیزمن رول لوبولی دی. کوم لاجوردي آثار چې د بین النهرین د کشف پر وخت ترلاسه شوي لرغونتوب یې ۴۵۰۰ کلونو ته رسیږي. باید وویل شي چې په دغه نیمه کره کې د لاجوردو ظواهر یواځې په افغانستان کې شتون لري.

په دغه موده کې په طبیعي توګه د سروزرو، سپینو زرو، مسو، یاقوتو، زمردو او فلز لرونکو ډبرو پرته د استخراج چارې پر سطحي کشف ولاړې وې نه تر ځمکې لاندې.

۱۸۴۱دزیږه دنی کال په لومړیو کې برتانوي پوځیانو یو لړ پلټنې پیل کړې؛ترڅو داسې صادراتي زیرمې ومومي، چې د انګلستان په صنعتي سکتور کې د استفادې وړ وي. په ۱۸۸۸دزیږه دنی کال کې د انګلستان د جیولوجۍ سروې (BGS)  خوا د کانی موادو سیستماتیکه نوې طرحه د هغه هیواد د ځینو فعالیتونو په توګه په کار واچول شوه.

هغه اسناد چې په ۱۸۹۰ کال کې د برتانیې د جیولوجستانو له خوا برابر شوي دي، ددې څرګندوی دي چې د حاجیګک د اوسپنې ستر کان چې نن ورځ د افغانستان تر ټولو بډایه طبیعي زیرمه ګڼل کیږي، ددغه هیواد په بامیان ولایت کې پرته ده.

په ۱۹۱۹ کال کې د لومړي ځل له پاره روسي پلاوی د افغانستان پر معدني سرچینو د کار له پاره کابل ته راغی. په ۱۹۲۰ کال کې د افغانستان د کاني موادو د سروې په چارو کې امریکایي ځمکه پوهانو ګډون وکړ. په ۱۹۳۷ کال کې په ټول هیواد کې د تیلو د اکتشاف په اړه یوې کورنۍ – نیویارکي اکتشافي کمپنۍ ته د فعالیت جواز ورکړل شو، خو د پیلیدونکې دوهمې نړیوالې جګړې له لامله، نوموړې کمپنۍ له یوه کال وروسته پر شا ولاړه.

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د فرانسې په توافق یو لړ اکتشافي فعالیتونه یو ځل بیا پیل شول. په ۱۹۵۰ کال کې د افغانستان په جنوب کې د ډبرو سکرو ځینې څیړنې د جرمنیانو له خوا تر سره شوې، چې ورپسې په ۱۹۵۴ کال کې د سویډني جیولوجستانو له خوا هم یو لړ څیړنې په کار واچول شوې.

د ۱۹۵۸ کال په اوږدو کې د شوروي اتحاد له خوا یو لړ مرستې تر سره شوې، چې په ترڅ کې یې د روسي کارپوهانو ترڅنګ چکسلواکیایې کارپوهانو هم ګډون وکړ. د ۱۹۶۰ لسیزې په اوږدو کې، د افغانستان په جنوب کې د اکتشاف او نقشه کښلو چارې جرمنیانو، فرانسویانو او امریکایانو ته وسپارل شوې، په داسې حال کې چې شوروي اتحاد خپل فعالیتونه د هیواد په شمال کې متمرکز کړي وو. د فرانسې فعالیتونه تر ۱۹۷۰ پورې کله چې توتال د تیلو شرکت د کټواز په حوزه کې د تیلو شتون پیش بیني کړ، دوام درلود.

په ۱۹۷۳ کال کې د سردار محمد داوود خان تر کودتا وروسته د شوروې اتحاد نفوذ ډیر شو. خو د غربي  کارپوهانو حضور کمښت وموند. په دغه موده کې د روسانو له خوا پراخې څیړنې وشوې او ممکن په افغانستان کې د معدني موادو د پراختیا ستر پوټنشیل په ۱۹۷۹ کال پر افغانستان د روسانو د تیري یوه انګیزه هم وي. باید وویل شي چې دغه زیرمې یو څه له افغانستانه د انتقال پروخت او یا هم د افغانستان او شوروي د جګړې پر مهال ویجاړې شوې دي، او ددغو پلټنو یو څه برخه پاتې ده.

د شوروي د اشغال په دوران کې د شبرغان د ګاز لرونکو ساحو د اکتشاف وده او همدارنګه په دوو نورو حوزو کې د تیلو او ګازو اکتشاف او پراختیا تر سترګو کیږي. د ډبرو سکرو په اړه څیړنې او کیندنې، د حاجیګک د اوسپنې پر زیرمو محدوده برمه کارۍ او د عینک د مسو کان په ساحه کې کیندنې او اکتشافي پلان تر سره شوی دی، خو هیڅکله هغه حد ته ونه رسیده چې سوداګریز فعالیتونه پرې تر سره شي.

د بی ثباتۍ په دوران (۱۹۷۹ – ۲۰۰۱) کې ددغو زیرمو لږ اکتشاف شویو ساحو په اړه ډیر معلومات ددغه وزارت د کاروونکو له خوا په لیرې سیمو کې وساتل شول چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د امنیت په ټینګیدو سره په ۲۰۰۲ کال کې بیرته وزارت ته راوړل شول.

تر هغې وروسته، د افغانستان د طبیعي زیرمو د پیژندنې او ګټې اخیستنې په اړه فعالیتونه په جدي توګه بیا پیل شول او دا په ګوته شوه چې د افغانستان په اوږد مهاله اقتصادي ټیکاو کې د معدنکارۍ چارې حیاتي رول لري. ددغو چارو د ترسره کولو په خاطر د منرالونو د استخراج او ګټې اخیستنې چټکه وده لازمي وګڼل شوه. تر څنګ یې دا په ګوته شوه چې د شوروي اتحاد د دوران د دولتي ملکیت (ملي کولو) کړنلاره او سیاست له اقتصادي پلوه اغیزمن او دوامداره نه دی.

په پایله کې،  د افغانستان دولت د کانونو د مالک او کانی موادو د تولیدوونکي په توګه د کانونو وزارت جوړښت ته  بدلون ورکړ او په یوه پالیسې جوړوونکې او تنظیموونکې ادارې واړول شو او د طبیعي سرچینو اکتشاف، انکشاف او نورې اړوند چارې به د خصوصي پانګونې له لارې تر سره کیږي.

ددغو نویو او اصلاح شویو کړنلارو د پلې کولو په پام کې نیولو سره د عینک د مسوکان په ساحه کې د شوروي اتحاد د وخت ډیره پرمختللې پروژې د اکتشاف او استخراج چارې په ۲۰۰۸ کال کې تر یوې داوطلبۍ وروسته د چین MCC کمپنۍ ته وسپارل شوې.

اوسمهال د افغانستان د طبیعي زیرمو مجموعي ارزښت یواځې اټکل کیدای شي،  خو په زغرده سره ویلای شو چې د هغو ارزښت سلګونو ملیارد ډالرو ته رسیږي. د شوروي اتحاد د ځواکونو تر وتلو (۲۵کاله پخوا) وروسته د لومړي ځل له پاره عصري سیستماتیک اکتشاف رامنځته شوی دی.

د منرالونو پر سکتور خصوصي پانګونې ته د زمینې برابرولو او پانګونې ته د لیوالتیا جلبولو په اړه، د کانونو وزارت نوې کړنلاره او سیاست د افغانستان د ملی ګټو په پام کې نیولو سره تصویب او اوسمهال د پلې کیدو په حال کی دی. د دې ترڅنګ له افغانستان سره د همکارۍ لیوالو شرکتونو امنیت چې غواړې زموږ هیواد د یوې نوې، عصري، باثباته او پیاوړې ټولنې پر لور روان کړي؛ د دولت پر غاړه دی.