د کانونو او پټرولیم وزیر د قشقري سیمې څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یې دامو دریا نفتي حوزې اړوند قشقري سیمې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال نوموړي د نفتو د استخراج بهیر، روانو تخنیکي چارو او د سیمې له پرمختګونو څخه له نږدې څارنه وکړه. همداراز یې له انجنیرانو او مسوولینو سره د چارو د لا ښه والي، چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه یې ورسره شریک کړل. سربېره پردې یې د چارو د معیاري او منظم ترسره کېدو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې ټینګار یې وکړ، چې د هېواد کاني سرچینې باید په سمه توګه مدیریت شي، څو د اقتصاد د پیاوړتیا او ځان بساینې لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي.
