د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار شرکت له رئیس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۷
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ګلبهار شرکت له رئیس سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو او سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د ټولو ملي او نړیوالو پانګوالو چې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونه کوي موږ یې هرکلی کوو او لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړو.
په دې کتنه کې د ګلبهار شرکت رئیس په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات د رامنځته کېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د هېواد د نفتو او ګازو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د پانګونې په برخه کې د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پانګونې په برخه کې به د زمینې برابرولو په موخه د کانونو د قانون او طرزالعمل مطابق همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۷:۱
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د ولایتونو د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيکي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد د تخار، سمنګان او غور ولایتونو د لوی او کوچني مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره چې تخنيکي ټيم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

بېرته خبرونه ته