د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۴:۴۷
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ د 1403/8/23 نېټې په خپل کاري دفتر کې د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې هالنډي پانګوالو د نفت او ګازو په برخه کې خپلې تجربې او هر اړخیز معلومات شریک کړل دغه راز یې د افغانستان د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او له هغو څخه د انرژۍ د تولید، د نفتو د پروسس د معیاري کارخونې د جوړولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د لېوالتیا هر کلی وکړ، د کانونو د کړنلارې له مخې یې ورسره د هر راز قانوني همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۶:۲۴
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سرطان میاشتې په ۱۰مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۸:۵۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت له مرستیال براق انسال سره وکتل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۸:۲۹
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په ٢٧مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

بېرته خبرونه ته