د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۴
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار ولایت د نفرایټو کانونو له قراردادیانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د نفرایټو کانونو قراردادیانو د نفرایټو کانونو د استخراج د طرحې او کاري پلان په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو څخه وروسته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به رسېدنه وشي او دغه راز یې د قراردادیانو د رویالیټي او پورونو د ورکړې په اړه ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۳:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ځمکو ادارې له عمومي رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ نېټې د ځمکو ادارې عمومي رئیس ملا محمود مظلوم او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

د (56600) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2133) قیراطه زمرد د 25/10/1403 نېټې د پنجشېر د والي استازي، کانونو رئیس، سیمه یزو مسوولینو، کان کیندونکو، رسنیو او د هېواد 100 تنو څخه زیاتو ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۲۸
Background image

د هېواد شمالي ولایتونو ته د ستر تخنیکي سلاکار سفر

د کانونو او پټروليم وزارت د ستر تخنیکي سلاکار په مشرۍ پلاوي د سرپل ولايت قشقري نفتي سیمې د قراردادي ( افچين شرکت ) او د دوی فرعي قرارداديانو له چارو او د جوزجان ولايت د يتيم تاق ګازي. . .

بېرته خبرونه ته