د چين هېواد د کاني همکاریو پياوړتيا کنفرانس جوړېدل

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۸ - ۱۵:۳۹
س

د چین د کان کیندنې د همکارۍ د ترویج په کنفرانس کې چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د دغه هیواد د هونان ولایت په چنګشا ښار کې جوړ شي، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري د پلان څارنې او ارزونې عمومي رئیس مولوي عبدالودود حقاني، د څارنې او ارزونې رئیس مولوي محمد صادق امین، د منرالونو د پراختیا رئیس انجنیر عبدالمتین عابد د چین هېواد په رسمي بلنه یاد هېواد ته ورسېدل.

په دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونو ګډون کړی و او په پام کې ده چې دواړه خواوې د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي او تخنیکي ګټو په اړه خبرې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۲۳:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې رئیس د ولایتونو د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد د طبیعي زېرمو د قانوني او معیاري استخراج د بهیر د لا ښه والي په موخه، د پروان او کونړ ولایتونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۹:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه، د سه‌شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف سره وکتل.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۵:۳۷
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د اول بلاک تړون، چې ۱۰.۲۴۱۱۴ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته