د پکتیا ولایت کاني ظواهر

افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.

پکتیا ولایت چې یو شمېر کاني ظواهر لري د افغانستان د سویل ختیځو ولایاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې د دې ولایت مرکز ګردیز ښار دی. یاد ولایت د شمال لخوا د لوګر، لویدیځ ته یې غزني، شمال ختیځ ته يې ننګرهار، ختیځ ته یې پاکستان او د سویل لخوا د خوست او پکتیکا ولایاتونو په ذریغه راچاپېره شوی. او همدارنګه د پکتیا ولایت نفوس د احصأیې ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (611,952)  تنه ښودل شوی.

د افغانستان د جیولوجۍ سروې او د پکتیا ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (24 ) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.

د پکتیا ولایت د کاني ظواهرو لیست!

شمېره

ولایت

د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر

کاني سیمې

1

پکتیا

مس

د زنداگری سیمه

2

پکتیا

ازبیست

د روسانه سیمه

3

پکتیا

 تازه سلفرلرونکی اوبه

د تینک سیمه

4

پکتیا

سمنت

د کوتل تیره سیمه

5

پکتیا

مس

د مچلغو سیمه

6

پکتیا

کرومایت

د مچلغو سیمه

7

پکتیا

مس

د شاوات سیمه

8

پکتیا

کرومایت

د بوتان سیمه د سلیمان خیلو کلی سیمه

9

پکتیا

کرومایت

د ماکوه سیمه

10

پکتیا

کرومایت

د تنگه منگل سیمه

11

پکتیا

کرومایت

د لجه منگل سیمه

12

پکتیا

تالک

د سرخ گل سیمه

13

پکتیا

کلسیت

د لگری سیمه

14

پکتیا

کرومایت

د دندپتان سیمه

15

پکتیا

کرومایت

د دره خنانی سیمه

16

پکتیا

کرومایت

د زین تیژه سیمه

17

پکتیا

کرومیت

د شنه ژوره سیمه

18

پکتیا

مس

د سرکی مچلغو سیمه

19

پکتیا

کلسیت

د مچلغو سیمه

20

پکتیا

کرومیت

د ساحه تانگه سیمه

21

پکتیا

کرومیت

د ساحه شیجنگ سیمه

22

پکتیا

ذغال سنگ

د ساحه گاویانه سیمه

23

پکتیا

تالک

د ساحه سرګل سیمه

24

پکتیا

کلسیت

د ساحه کوه سین سیمه

 

سر چینې:

  1. د پکتیا ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره۲۰۱۸(https://idlg.gov.af/paktia/ )
  2.  د پکتیا ولایت د کانونو د جیولوجیکي معلوماتو ریاست د کانونو او پټرولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پربنسټ، د هیواد د نفسو د کال کتاب او مرکزي احصائيه، 1399 https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf

      

 

 

 

 

 

 

  1.