د پنجشېر ولایت د زمردو داوطلبۍ (بولۍ)
په پام کې ده چې د پنجشېر ولایت څلور تنه د مسلکي کان کیندنې جواز لرونکي کسان، خپل استخراج شوي زمرد د داوطلبۍ (بولۍ) له لارې وپلوري.
ټولو پانګوالو او علاقمندانو ته بلنه ورکول کېږي، چې د سهشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي (سنبلې) میاشتې په ۲۴مه نېټه، د پنجشیر ولایت د غونډو په تالار کې د یادې داوطلبۍ (بولۍ) په غونډه کې ګډون وکړي.
