د ټاپي پروژې رغنیزې چارې په چټکتیا سره روانې دي
د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې په هرات ولایت کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې د ۱۵۳ کیلومټره مسیر له برخې ۱۴۵ کیلومټره مسیر هوار او چمتو شوی، ۱۲۰ کیلومټره نللیکه غځول شوې، ۱۲۸ کیلومټره د څارنې په موخه سړک جوړ شوی، د نللیکې خښولو لپاره ۸۷ کیلومټره جر کیندل شوی او ۵۱ کیلومټره نللیکه تر ځمکې لاندې خښه شوې ده. همدارنګه د پروژې لومړي کمپ ته د ۱۰۶ کیلومټره نللیکې انتقال هم بشپړ شوی دی.
دغه راز د ترکمن ګاز په مرسته په هرات ولایت کې د ګازو د وېش شبکې د ډیزاین کارونه پیل شوي دي او ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې یې ساحوي کارونه هم پیل شي.
تمه ده چې په هرات ولایت کې د ۲۲ کیلومټره په اوږدوالي او د ۲۰ اېنچه په قطر سره د یوې فرعي نللیکې د جوړولو، چې په ورځ کې د ۸.۸ میلیونه او په کال کې د ۳.۲ میلیارده مټره مکعبه ګازو د وېش او تنظیم ظرفیت ولري، د رغونې چارې ژر پیل شي.
دیادونې وړ ده چې د دغې سترې پروژې چارې به د هرات په ولایت کې د ۲۰۲۶ میلادي کال تر پای پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.
