د داوطلبۍ خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې لاندیني جدول کې ذکر شوې د کانونو ساحې د لوی مقیاس د کان کیندنې د قرارداد په موخه داوطلبۍ ته و سپاري، ټول کورني او بهرني لیوال شرکتونه کولای شي د داوطلبۍ پروسه کې د ګډون په موخه د لیوالتیا اظهارلیک او د اهلیت د مخکنۍ ارزونې پوښتنپاڼې د وزارت له (http://lsmmd.momp.gov.af/) ویب پاڼې او یا د کانونو او پترولیم وزارت د لویو کانونو د چارو د تنظیم ریاست څخه چې د مکروریانو څلورلارې، کابل – افغانستان کې موقعیت لري،ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته یې تر ۲۹/۹/۱۴۰۳نیټې د لویو کانونو د چارو د تنظیم ریاست د ارزونې او داوطلبۍ آمریت ته وسپاري.