د جوزجان ولایت کاني ظواهر
افغانستان د جیولوژيکي جوړښت او جغرافیایې موقعیت له اړخه په هغو کم شمېر هیوادونو کې راځي چې پراخه طبیعي زیرمې او ظواهر لري. یادې کاني زیرمې او ظواهر د افغانستان په ټولو ولایاتو کې شتون لري، چې په متوازنه توګه د عوایدو په دوامداره راټولیدو او لاسته راوړلو کې خواره مهم ارزښت لري. او همدارنګه افغانان تمه لري چې، د هېواد د کانونو له استخراج او ګټې اخیستنې به د افغانستان اقتصادي او پراختیایې څرخ د ډیر وخت لپاره په خوځښت وي، چې یاد خوځښت پخپله د افغانانو د اقتصادي ودې او پراختیا لامل کیږي.
جوزجان ولایت چې د افغانستان د شمالي او تاریخي ولایاتو له جملې څخه دی پخپله سیمه کې د تیلو او ګازو ذخیرې لري. یاد ولایت چې د ترکمنستان او ازبکستان له هېوادونو سره په ګډه پوله پروت دی، شمال ته یې د آمو سیند، سویل ته یې سرپل، ختیځ ته یې بلخ او د لویدیځ لخوا د فاریاب له ولایتونو سره ګډه پوله لري.او همدارنګه د جوزجان ولایت نفوس د احصأیې د ملي اداري د معلوماتو پربنسټ (602,082) تنه ښودل شوی.
د افغانستان د جیولوجي سروې او د جوزجان ولایت د کانونو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، یاد ولایت د مختلفو طبیعي زیرمو او کاني ظواهرو سرچینې لري، چې تر دې د مه یې (23) سیمې په جدول کې ثبت شوي دي.
د جوزجان ولایت کاني ظواهرو لیست!
| 
			 شمېره  | 
			
			 ولایت  | 
			
			 د منرالونو ډولونه او کاني ظواهر  | 
			
			 کاني سیمې  | 
		
| 
			 1  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د گچ ډبرې  | 
			
			 د یتیم طاق سیمه  | 
		
| 
			 2  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 ودانیزې ډبرې  | 
			
			 د یتیم طاق سیمه  | 
		
| 
			 3  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د گچ ډبرې  | 
			
			 د زر تپه سیمه  | 
		
| 
			 4  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د خواجه گوگردک سیمه  | 
		
| 
			 5  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د جرقدق سیمه  | 
		
| 
			 6  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د یتیم تاق سیمه  | 
		
| 
			 7  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د خواجه بولان سیمه  | 
		
| 
			 8  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د جمعه سیمه  | 
		
| 
			 9  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د باشیکوره سیمه  | 
		
| 
			 10  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د جنگل کلان سیمه  | 
		
| 
			 11  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د چغچی سیمه  | 
		
| 
			 12  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د سمنت خام توکي  | 
			
			 د یتیم تاق  | 
		
| 
			 13  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 ودانیزې ډبرې  | 
			
			 د یتیم تاق لومړۍ بلاک  | 
		
| 
			 14  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 ودانیزې ډبرې  | 
			
			 د یتیم تاق دویم بلاک  | 
		
| 
			 15  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 ودانیزې ډبرې  | 
			
			 د یتیم تاق درېم بلاک  | 
		
| 
			 16  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 ودانیزې ډبرې  | 
			
			 د یتیم تاق څلورم بلاک  | 
		
| 
			 17  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د سیند سول (ریګ)  | 
			
			 د شکرک سیمه  | 
		
| 
			 18  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د سیند سول (ریګ)  | 
			
			 د مرغاب سیمه  | 
		
| 
			 19  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 د سیند سول (ریګ)  | 
			
			 د پل خراسان سیمه  | 
		
| 
			 20  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د یتم تاق په سیمه کې دوه کیندل شوي څاګانې  | 
		
| 
			 21  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د یتم تاق په سیمه کې پنځه کیندل شوي څاګانې  | 
		
| 
			 22  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 گاز  | 
			
			 د بیات شرکت د ګازو د اړتیاوو پوره کولو لپاره باید د ګازو څخه د بریښنا تولید شي  | 
		
| 
			 23  | 
			
			 جوزجان  | 
			
			 تیل اوگاز  | 
			
			 د سپړلو او تولید شریکولو قرارداد، د مزارشریف دوه بلاکه او د صندوقلي د افغان تاجک سیمه  | 
		
سرچینې:
- د جوزجان ولایت عمومي معلومات او د محلي ارګانونو اداره ۲۰۱۸https://idlg.gov.af/jowsjan/ )
 - د جوزجان ولایت د کانونو د جیولوجي معلوماتو ریاست د کانونو او پترولیم د جیولوجیکي معینیت د معلوماتو پر بنسټ،د هیواد د نفسو د کال کتاب، او مرکزي احصاییه،۱۳۹۹https://www.nsia.gov.af:8080/wp-content/uploads/2020/06/%D8%A8%D8%B1%D8%A2%D9%88%D8%B1%D8%AF-%D9%86%D9%81%D9%88%D8%B3-%DA%A9%D8%B4%D9%88%D8%B1-%DB%B1%DB%B3%DB%B9%DB%B9-%D9%86%D8%B3%D8%AE%DB%80-%D8%A7%D9%88%D9%84.pdf