د آمو سیند د نفتي حوزې تړون له چینايي CPEIC شرکت سره لاسلیک شو 

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۵ - ۱۳:۱۹
www

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي  شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور،  د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مولوي عبدالغني برادر آخند، په کابل کې د چین سفیر وانګ یو او یو شمېر د کابینې غړو په حضور کې له چینايي CPEIC کمپنۍ سره د آمو سیند د نفتي حوزې تړون نن پنجشنبه 15/10/1401 نېټې  د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک کړ. 
د تړون د لاسلیک مراسم د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول، ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور میلمنو ته د ښه راغلاست  ویلو په ترڅ کې د آمو سیند د نفتي حوزې  د تړون د جزئیاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د نفتو په استخراج کې په ځان بسيا شي او څه دپاسه درې زره افغانانو ته به د کار زمينه برابره شي.
د آمو سیند د نفتي حوزې پروژه په 4500 کیلومتره مربع مساحت کې چې د جوزجان، سرپل او فاریاب په ولایتونو کې موقعیت لري، د 25 کلونو لپاره لاسلیک شو او قراردادي شرکت په لومړي کال کې 150 میلیونه ډالره او په راتلونکو دریو کلونو کې به 540 میلیونه ډالره پانګون کوي. او همدارنګه په دغه قرارداد کې افغان حکومت به 20 سلنه ونډه لري او ټول پروسس به یې په افغانستان کې کېږي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج مولوي عبدالغني برادرآخند هم د آمو سیند په حوزه کې د نفتو د پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: افغانستان بې شمېره طبیعي زیرمې لري که چېرته په ګټوره توګه ترې ګټه واخلو له دې  سره کولای شو د هیواد اقتصادي وده لوړه کړو. اسلامي امارت د آمو سیند نفتي حوزې له قراردادي شرکت سره له هر ډول همکارۍ ته چمتو ده. او همدارنګه یې د کانونو او پټرولیم وزارت ته هدایت ورکړ چې د قراردادي شرکت له کارونو د پروژې د تطبيق له بهير څخه څارنه او ارزونه وکړي.
د آمو سیند د نفتي حوزې د قرارداد د لاسلیک مراسم د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د خبریالانو په پوښتنو او ځوابونو ویلو پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته