د آمو دریا نفتي حوزې زمرد سای سیمې څخه د نفتو استخراج پیل شو

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۸
news

د آمو دریا نفتي حوزې اړوند د زمرد سای سیمې له پنځو څاه‌ګانو څخه د نفتو استخراج پیل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډ کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د کرنې اوبو لګولو  او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، سیمه‌ییزو مشرانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار مولوي احمدجان مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې نفتي حوزې په اړه یې معلومات وړاندې کړل وویل، د درې کلونو سروې، څېړنې او برمه‌کارۍ وروسته وتوانېدو چې د زمرد سای سیمې له ۱۲ څاه ګانو څخه له پنځو څاه ګانو په ازمېښتي ډول استخراج پیل کړو چې په ورځني ډول ٥٠٠ ټنه نفت استخراج کېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغې پروژې ټولې چارې د افغان انجنیرانو له لوري پر مخ وړل کېږي او یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې د زمرد سای په سیمه کې ۴۰۰ کیلومتره نوې سروې ترسره شوې، چې په پایله کې یې د نفتو او ګازو نوې نښې موندل شوې دي.
نوموړي همداراز وویل، د هرات نفتي حوزې د تېرپل سیمې لپاره یو افغاني شرکت چمتو دی، چې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې د هېواد د طبیعي سرچینو د سم مدیریت، اغېزمنې ګټې اخیستنې او پراختیا لپاره ستر پلانونه تر لاس لاندې دي، چې ټول به په منظم ډول د افغان متخصصینو له لوري عملي شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۲:۴۵
Background image

مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت نفرایټ ډبرو له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د کان‌کېندنې اړوند سیمې. . .

بېرته خبرونه ته