جمهوررئیس: کانونه زموږ د سوداګرۍ بیلانس د تغيیر وسیله ده

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۹:۵۲
سیسس

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د “سل ورځې، سل زېري” پروګرام په لړ کې د کانونو اوونۍ په مناسبت په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري دغو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهوررئیس ته په خطاب کې وویل، ستاسو د لارښوونې او د کانونو د هغې لارنقشې په اساس چې تاسو برابره کړې وه، وتوانېدو چې په وزارت کې مجرب ټیم ایجاد او د پروژو په تطبیق کې تحرک رامنځته کړو.

ښاغلي چخانسوري وویل، د تېروکلونو د ۲۸ پروژو حقوقي او تخنیکي ستونزې حل شوې او په نورمال ډول تطبیقېږي چې له دغې لارې دولت ته د کال ۶۹ میلیون افغانۍ عواید راځي او ۲۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.

نوموړي څرګنده کړه، د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه ۴۳ نور جوازونه شرکتونو ته ورکړل شوي او همدا ډول د استخراجي صنعت ابتکار سازمان غړیتوب بیا ترلاسه کول شفافیت او د قانون تطبیق ته د حکومت او کانونو رهبري ژمنتیا ښیي.

د کانونو او پټرولیم وزیر له خصوصي سکتور سره په ګډه د قېمتي او نیمه قېمتي صادراتو او خرڅلاو اسانتیا لپاره د طرزالعمل جوړېدو ته په اشارې وویل، د دې په پایله کې په تېره یوه میاشت کې ۶۸۵ زره کیلو ګرامه ډبرې چې پخوا به قاچاق کېدلې رسمي مو کړې او له امله یې ۱۲ میلیون افغانۍ عواید دولت ته راغلي.

ښاغلي چخانسوري وویل، راتلونکې میاشت به ۲۴۱ د معدنکارۍ نوې ساحې اعلان ته وسپارو. کنړ کې به د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو او په کابل کې به د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس او صادرولو دویم مرکز جوړ شي. غیررسمي استخراجي ساحې به رسمي کړو.

هغه زیاته کړه، کانونو وزارت د دغو اعلان شویو او راتلونکو پروژو له لارې وتوانېد د ملي یووالي او متوازن پرمختګ د پیاوړتیا په برخه کې عملي ګام واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري د جبل السراج کنسرسیوم گروپ له نماينده صفي الله عصمتي سره د جبل السراج سیمنټو او د ARCN چينايي شرکت له رئیس سره د کټواز حوزې تړونونو تر لاسلیک وروسته جمهوررئیس غني دغو مراسمو ته په وینا کې د کانونو او پټرولیم وزیر او د هغه همکارانو ته له دې امله چې نن د افغانستان د هوساینې لپاره یو مهم ګام واخیستل شو او په پروژو کې تحرک راغی، مبارکي وویله.

جمهوررئیس د کانونو او پټرولیم وزیر محمدهارون چخانسوري ته په خطاب کې وویل، په یو کال کې تاسو وکړای شول هغه نقشه چې ما څو کاله وړاندې د کانونو د راتلونکي لپاره برابره کړې وه عملي کړئ او له دې سره به د ټولو افغانانو باور او ډاډ ترلاسه، کاري زمینې برابرې او د عوایدو ترڅنګ به د خصوصي سکتور په تشبث کې اساسي تحرک راشي.

جمهوررئیس وویل، د افغانستان په شمال کې پام وړ ګاز لرو چې د شهید سردار داود خان په حکومت کې یې لس میلیونه ډالر کلني عواید لرل او اوس ورځ په ورځ د ګازو زېرمې زیاتېږي او دا د هیواد د شمال د صنعتي کېدو لپاره ښه زمینه برابروي.

همداراز يې زياته کړه چې پکتیکا کې د کېندنو ارزښت ته په اشارې وویل، دلته که هغه ګاز چې تصور یې کوو موجود وي، نو د غزني، میدان وردګ، زابل، کندهار، کابل، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د خلکو ژوند په اساسي توګه بدلون مومي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، خدای پاک موږ ته په نړۍ کې یوه له لویو زېرمو د مرمرو راکړې. د چشت شریف او خوګیاڼیو مرمر په نړۍ کې بېساري دي چې له ۴۰-۶۰رنګه لري.

هغه زیاته کړه، کانونه زموږ د سوداګرۍ بیلانس د تغیير وسیله ده، له کانونو پرته پرمختګ نشي کېدای.

هغه زیاته کړه، کېدای شي افغانستان د تالک له لسو لویو صادرونکو څخه شي. کانونه باید له غیررسمي اقتصاد څخه رسمي اقتصاد ته راشي. دا د دې مانا نه لري چې د خلکو مخه نیسو بلکې خلک دېته راولو چې قانوني امتیازات ولري. لومړۍ مرحله کې مو غوښتنه داده چې په پروسس پانګونه وشي.

د هیواد جمهوررئیس د بین المللي ځواکونو له وتلو وروسته نوي رامنځته شوي حالت ته په اشارې وویل، موږ د سولې وړاندیز کړی او څوک چې سوله نه کوي هغه د الهي امر په اساس باغي دی. موږ په ټينګه اراده دا هیواد جوړو. د کانونو، اوبو، برېښنا، ښارونو او سړکونو لوی پروژې په عملي کېدو دي او د بیاجوړولو چارې دوه او لس برابره زیاتوو.

جمهوررئیس د افغانستان او نړیوال خصوصي سکتور څخه په مننې وویل، د دوی پانګه نه ضایع کېږي، داسې شرایط به برابر کړو چې دغه پانګه هم دوی او هم ولس ته ګټه راوړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۶:۱
Background image

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې کې له خصوصي سکټور سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کنفرانس تالار کې د کان کیندنې 21 لویې پروژو او 121 کوچنۍ کچې کان کیندنې پروژو په اړه غونډه د پالیسۍ مرستیال او د استخراجي برنامو اسانتیا ښاغلي محمدعتیق ذکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۲:۵۹
Background image

د لوی او کوچني کچې کان کېندنې اعلانول او د قیمتي او نيمه قيمتي ډبرو جوازونو صادرولو په اړه معلومات وړاندې شول

نن د همدې موخې له پاره د افغانستان د کانونو خونې په مرکزي دفتر کې غونډه جوړه شوه، په غونډه کې د کوچني کچې کان کیندنې سکټور کې د پانګوونې فرصتونو او ۲۱ لويو او د ۱۲۱ د کوچني کان کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۹:۳
Background image

د زمري ۷مه د ملي بيرغ ورځ مو مبارک شه

د ملي بيرغ ورځې نمانځل د هیواد ملي هویت او ارزښتونو نمانځل دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه: د ملي بیرغ ورځ د هیواد د وګړو د یووالي او خواخوږۍ سمبول بولي او د افغانستان ټولو خلکو. . .

بېرته خبرونه ته