د اندخوی مالګې کان د نښلوونکي سړک رغنیزې چارې پیل شوې

kamran2_admin
Wed, Feb 04 2026 11:48 PM
news


د فاریاب ولایت اندخوی مالګې کان ته د غځېدلي سړک، چې ١٤.٢ کیلومټره مساحت لري د رغنیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې د فاریاب والي عبدالاحد افضلي، د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي، د ابوسعید کان کیندنې شرکت رئیس سید محمد کریم هاشمي، سیمه ییزو مخورو او د رسنیو استازو  په شتون کې یې چارې د ١٤٠٤ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ١٥مه نېټه پیل شوې.
د غونډې په پیل کې د فاریاب ولایت والي په خپلو خبرو کې پانګوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کان کیندنې شرکتونو ته د هر راز قانوني همکاري ډاډ ورکړ.
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت سلاکار مولوي مطیع الله حقاني د اندخوی مالګې کان د ملک له سترو کانونو څخه یاد کړ او دغه راز یې د یاد سړک د رغولو په اړه خوښي څرګنده کړه نوموړي وویل چې په یاد کان کې به ګڼ شمېر وګړو ته کاري فرصتونه برابر شي سربېره پر دې به د شرکت له لوري په ملک کې د مالګې معیاري کارخونه جوړه شي.
په پای کې د ابو سعید شرکت استازي د تړون اړوند ټولو ژمنو د عملي کېدو او له ١٥٠٠ څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کاري زمینې برابرولو خبره وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS