د کوچني مقیاس کان کیندنې د داوطلبۍ خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچني مقیاس کان کیندنې 21 پروژې، چې ځانګړتیاوې یې په لاندې جدول کې یادې شوي دي، د علاقه مندانو د خبرتیا لپاره اعلان ته سپاري.
لېواله کسان کولای شي، چې خپل غوښتنلیکونه د 1404/8/27 څخه تر 1404/9/26 نېټې پورې د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي ریاست ته وسپاري. د شرطپاڼې د قیمت له ورکولو څخه وروسته (هغه پیسې، چې بېرته نه ورکول کېږي) اړین اسناد تر لاسه کولای شي.
