د کانونو او پټرولیم وزارت پیژندنه

cover

 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د اسلامي امارت له مهمو او ځانګړو ادارو څخه دی، چې د هېواد د کانونو، نفت او ګازو د سرچینو د مدیریت، تنظیم، پراختیا او څارنې مسوولیت پر غاړه لري.

دغه وزارت د طبیعي سرچینو د اغېزمنې او مسوولانه مدیریت له لارې د اقتصادي پرمختګ، د ملي عوایدو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د راجلبولو په برخه کې فعالیت کوي.

تاریخي مخینه

د کانونو په برخه کې د افغانستان د فعالیتونو تاریخي مخینه د شاه امان‌الله خان د واکمنۍ دورې ته رسېږي. په هغه وخت کې د کانونو اړوند چارې د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د بېلابېلو نومونو لکه د کانونو مأموریت، د کانونو مدیریت او د کانونو عمومي مدیریت تر عنوانونو لاندې ترسره کېدې. د هېواد په اقتصاد کې د کاني سرچینو د مخ پر زیاتېدونکي اهمیت له امله، په ۱۳۱۶ هجري لمریز کال کې، د محمد هاشم خان د صدارت پر مهال، دغه برخه د کانونو خپلواک ریاست ته لوړه شوه.

په ۱۳۱۸ هجري لمریز کال کې، د کانونو د فعالیتونو پراختیا د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه، د کانونو وزارت د یوې خپلواکې ادارې په توګه رامنځته شو. په ورپسې کلونو کې دغه وزارت د بېلابېلو اداري جوړښتونو په چوکاټ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ، تر دې چې په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې، له اداري بدلونونو وروسته، د یوه خپلواک وزارت په توګه تنظیم شو او وروسته یې د کانونو او پټرولیم وزارت تر نوم لاندې خپلو چارو ته دوام ورکړ.

لیدلوری

د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د کانونو د استخراج یو تلپاتي، روڼ، اغېزمن او ځواب‌ ویونکی سکټور رامنځته کړي، څو د اقتصادي ودې، د داخلي عوایدو د زیاتوالي او د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې زمینه برابره شي.

ماموریت

د کانونو او پټرولیم وزارت رسالت د پالیسیو جوړول، د قراردادونو مدیریت، د کان‌کیندنې د فعالیتونو تنظیم او په ټول هېواد کې د نفتو او ګازو پر عملیاتی چارو څارنه ده، څو د طبیعي سرچینو د اصولي مدیریت له لارې د تلپاتي اقتصادي پرمختګ زمینه برابره شي.

بنسټیزې موخې

د کانونو او پټرولیم وزارت اساسي موخې د کان‌کیندنې فعالیتونو د نفتو او ګازو د چارو تنظیم او مدیریت، د کانونو او پټرولیم په سکټور کې د پانګونې هڅول او اسانتیاوې برابرول، له طبیعي سرچینو څخه د قانوني او اغېزمنې ګټې اخیستنې له لارې د داخلي عوایدو زیاتول، او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ ملاتړ کول دي.

دندې او مسؤولیتونه

د کانونو او پټرولیم وزارت د جیولوجیکي سروې‌ګانو او څېړنو د ترسره کولو، د کاني سرچینو او هایدروکاربنونو د پلټنې، د کان‌کیندنې نفتو او ګازو د تړونونو د مدیریت، د قراردادونو د پلي کېدو د څارنې، د سکټور د عوایدو د راټولولو، د قوانینو او مقرراتو د جوړولو او د دې برخې اړوندو پالیسیو او پرمختیايي پروګرامونو د چمتو کولو مسوولیت لري.

تشکیلاتي جوړښت

د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د تشکیلاتو له مخې، په مرکز او ولایتونو کې منظم او همغږی تشکیلاتي جوړښت لري.

په مرکزي کچه، دغه وزارت له څلورو معینیتونو څخه جوړ دی، چې عبارت دي له: مالي او اداري معینیت، د پالیسیو او پروګرامونو معینیت، تخنیکي معینیت او د جیولوجیکي سروې معینیت. همدارنګه، ۴۶ مرکزي ریاستونه لري، چې هر یو د خپلو صلاحیتونو په چوکاټ کې د تخصصي، تخنیکي او اداري چارو د پرمخ وړلو مسوولیت پر غاړه لري.

همدارنګه، د کانونو او پټرولیم وزارت په ولایتونو کې ۲۹ ولایتي ریاستونه او ۵ خپلواک ولایتي آمریتونه لري، چې د پروګرامونو د پلي کولو، د کان‌کیندنې د فعالیتونو د څارنې او د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي.

په ټولیز ډول، د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې ۳٬۰۹۶ کارکوونکي دندې ترسره کوي او د هېواد د کاني او هایدروکاربني سرچینو د مدیریت، پراختیا او اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره هڅې کوي.

عامه خدمتونه

د کانونو او پټرولیم وزارت ښاریانو، شرکتونو او پانګه‌ والو ته بېلابېل عامه خدمتونه وړاندې کوي. په دغو خدمتونو کې د کان‌کیندنې د قراردادونو او جوازونو ورکول، د کاني موادو د صادراتو او لېږد اجازه‌لیکونو صادرول، د کاني موادو د پروسس جوازونو ورکول، د زېربناوو او تاسیساتو د جوړولو اجازه‌لیکونو صادرول، او همدارنګه د نفتو او ګازو د قراردادونو او فعالیتونو مدیریت او څارنه شامل دي.

د وزارت ژمنتیا

د کانونو او پټرولیم وزارت ژمن دی، چې د روڼتیا، ځواب‌ویلو او د قانون د حاکمیت د اصولو په رعایت سره، د هېواد له طبیعي سرچینو څخه په اغېزمنه او تلپاتي توګه ګټه واخلي او د اقتصادي پرمختګ، د داخلي عوایدو د زیاتوالي، د پانګونې د راجلبولو او د هېواد د وګړو د هوساینې لپاره زمینه برابره کړي.