د کانونو تاریخچه

د کانو او پترولیمو وزارت له خپل تاسیس څخه تر ننه پورې یوه اوږده لاره وهلې ده او بیلابیل نومونه یې تر شا پریښي دی، ځکه نو کله چې موږ ددغه وزارت تاریخ ته ګورو نو لیدل کیږي چې دغې ادارې د ملي اقتصاد وزارت په چوکاټ کې په بیلابیلو نومونو لکه د کانونو ماموریت، دکانونو مدیریت او د کانونو لوی مدیریت په نومونو فعالیت درلودی دی او بالاخره د محمد هاشم خان د صدارت په دوران په ۱۳۱۶ل کال کې د کانونو خپلواک ریاست په بڼه رامنځته شو.

د ریاست په دوران کې له ترلاسه شویو تجربو او د ریاست د فعالیتونو په پراخیدو سره او په اقتصادی ودې او ثبات کې د کانونو د بنسټیز رول په پام کې نیولو سره دولت د کانونو وزارت د رامنځته کولو پریکړه وکړه او په ۱۳۱۸ل کال کې د رحیم الله خان تر ادارې لاندې د کانونو وزارت رامنځته شو.

زموږ تاریخ ولولئ

history

لیدلوری

مونږ د پوهې پر بنسټ، د افغانستان په صنایع استخراجي سکتور کې د دوامدارې ګټې او روڼتیا لپاره د مساوي پرمختګ ملاتړي یوو.

ماموریت

د ملي اقتصاد د ودې لپاره د مؤثره، غوره او دوامداره کارونې لپاره د استخراجي صنایعو سکټور ته د پالیسیۍ جوړول، عملیات او تنظیم.

فعالیتونه

  1. د وزارت تشکیلاتي جوړښت ته وده او برابرونه
  2. د جیولوژیکي معلوماتو مدیریت کول
  3. د قراردادونو مدیریت او پلي کول
  4. روڼه او حساب ورکونکي اداره
  5. په دغه سکټور کې کاري زمینه برابرول

موخې

د طبیعي زیرموغوره مدیریت، د دندو پیداکیدو فرصتونه، د ملي اقتصاد لوړول او د منرالونو او هایدروکاربنونو د استخراج لپاره د ملي عایداتو د ودې او پیاوړتیا پخاطر د پانګوالو تشویق

د وزارت جوړښت

...