د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مرستیال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (1403/8/1) نېټې په خپل کاري دفتر کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د پالیسي مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر زین العابدین عابد سره وکتل.
په دې کتنه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مرستيال د کانونو او پټروليم وزارت د کارونو او فعاليتونو ستاينه وکړه او دواړو لورو د هوا او چاپېريال د ککړتيا د مخنيوي او د هېواد په کاني زېرمو کې د پانګونې په موخه د ملي او نړیوالو پانګوالو لپاره د لا زياتو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.