د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د کانونو له سیمو څخه څارنه او لیدنه

urgent_user
یکشنبه, جولای 21 2024 1:48 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، چې د امارتي شرکتونو د رهبري هیئت رئیس مولوي احمدجان بلال او د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش یې ملتیا کوله د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج څخه د لیدنې او څارنې په موخه لیدنه ترسره کړه.

ددغه سفر په ترڅ کې یې په میدان وردګو ولایت کې د ډبرو سکرو د لوی مارکیټ له ساحې څخه لیدنه وکړه چې د ملي پراختیا شرکت له لوري جوړېږي او بیا یې بلخاب ولسوالۍ ته د خپل سفر په دوام د لارې په اوږدو کې یې له هغو سړکونو لیدنه وکړه، چې د ملي پراختیا شرکت له لوري ترمیم او جوړشوي دي چې بامیان ولایت د سمنګانو ولایت له دره صوف او د سرپل له بلخاب ولسوالۍ سره نښلوي.

یاد پلاوي د بلخاب ولسوالۍ ګلورز او ګواخ د ډبرو سکرو له کانونو هم څارنه وکړه او د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو د استخراج په برخه کې يې د ملي پراختيا شرکت د فعاليتونو ستاینه وکړه.

له څه مودې راهیسې د ملي پراختیا شرکت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د اکتشاف، استخراج او پلور دنده پر غاړه لري او په دې موده کې یې د ډبرو سکرو د استخراج او د یادې ولسوالۍ د سړکونو د جوړولو او ترمیم په برخه کې اغېزمن فعالیتونه پیل کړي دي.

تازه خبرونه

شنبه, جولای 27 2024 2:43 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بامیانو ولایت د سرب او جستو کان څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوي د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل دسرب او جستو له کان څخه د یوه کاري سفر په ترڅ کې په داسې حال کې. . .

شنبه, جولای 27 2024 2:34 PM
Background image

د فاریاب ولایت د مالګې د دریو پروژو تړون د ۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د میمنې، درزاب او اندخوی کان د مالګې درې پروژې چې مخکې یې د داوطلبۍ لپاره اعلان ته سپارلې. . .

چهارشنبه, جولای 24 2024 3:43 PM
Background image

د پنجشېر ولایت د زمردو شپږمه داوطلبي ترسره شوه

د (131300) امریکايي ډالرو په ارزښت د (2034) قیراطه زمردو داوطلبي د 2/5/1403 نېټې د پنجشېر دوالي د استازي، د کانونو رئیس، سیمه یزو مسئولینو، کان کیندنکو او رسنیو په شتون کې دیاد ولایت د. . .

بېرته خبرونه ته