د منرالونو کاری گروپ جلسه دایره شوه
د منرالونو کاری گروپ جلسه د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسئ او برنامو مرستیال وزیر، د وزارت د تخنیکی غړو، د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د انګلستان د نړیوالو مرستو ادارې، آسیایی انکشافی بانک، نړیوال بانک او نورو نړیوال همکارانو او د خصوصی سکتور د استازو په ګډون ترسره شوه.
یاده جلسه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د وزارت د نوي تشکیلاتی جوړښت د نهایی کولو، نوي حقوقی چارچوب پر اساس د نمونوی کان کیندنې قرارداد ترتیب او قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو کان کیندنې رسمي کولو په هکه پرمختګونه د جلسې غړو سره شریک کړل. یاد پرمختګونه د جلسې د غړو له خوا وستایل شول.