محمد هارون چخانسوري: معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۴۵
سروی

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښن، نورالله  ستانکزی د سروې جیولوجي معین په توګه د وزارت کارکونکو ته معرفي کړ. 

په دغو مراسمو کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي، د کانونو او پټرولیم وزارت معینانو او د دې وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیسانو ګډون درلود. 

په پیل کې، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین محمد حمید یوسفي د نورالله ستانکزي د تقرر په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم قرائت کړ. 

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي ته د مبارکۍ ترڅنګ، د دې معینیت د پخواني معین حسین داد شفایی له خدماتو څخه مننه وکړه او دوی ته یې د ډېرو بریالیتوبونو هیله څرګنده کره.

محمد هارون چخانسوري وویل: د معلوماتو د راټولولو، تصنیف او تحلیل په برخه کې په ځانګړي ډول د یوې منسجمې او کره برنامې په واسطه په جغرافیایي معلوماتو کې د خالیګاو پېژندنه، د سروې جیولوجي معینیت له بنسټي وظایفو څخه دي. زموږ عمده مسئولیت، د استخراجي صنایعو د انکشاف او ګټه اخیستنې لپاره د اکتشافي او تفحصي فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو د تحلیل او ارزونې په موخه د جیولوجیکي معلوماتو د راټولونې او مدیریت د یوه جامع او واحد سیستم جوړول دي. 

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: په دې کې شک نشته چې کانونه د افغانستان د هوسایني کلۍ دي خو معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو.

ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئیس احمد جاوېد رسولي خبرې وکړې. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي د معین په توګه د ټاکنې له امله، نورالله ستانکزي ته مبارکي ورکړه او د ډېرو بریالیتوبونو هیله یې ورته وښوده. 

په تعقیب یې د وزارت د سروې جیولوجي پخواني معین حسین داد شفایي خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د حکومت له اعتماد څخه مننه وکړه او نورالله ستانکزي ته یې په نویو مسئولیتونو کې د ډېرو بریالیتوبونو هیله وښوده. هغه وویل؛ ځوانانو ته پاملرنه او اعتماد، په اوسني نظام کې د امکان وړ شول او تاریخ به د دې شاهدي وایي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي په خپله وینا کې د حکومت او د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ، د تخنیکي وړتیاو د بهبود، د ظرفیت جوړونې د بستې د ایجادولو، د لابراتوارونو د وضعیت د بهبود، له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې او د سیمي له هېوادونو سره د تخنیکي او جیولوجیکي سروې د ارتباطاتو د تامین په برخو کې د خپلو برنامه په اړه جامع معلومات وړاندې کړل. 

د غونډې په پای کې، د حسین شفایي له خدماتو څخه د تقدیر په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ لخوا نوموړي ته ځانګړې هدیه چې د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور ښکارندویه ده، ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۸:۴۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د افچین او CAPEIC کمپنۍ له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د CAPEIC او افچین کمپنۍ له رئیسانو او مل پلاوي سره وکتل.
د افچین کمپنۍ رئیس د ۲۰۲۴ کال لپاره د کاري پلانونو، د حسابونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۳۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفترکې د ایران هېواد کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل.
د کارار کمپنۍ استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۳۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د تېرې ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د تېرې ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ له وزیر ښاغلي امیرزي سنګین او د تېر حکومت د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون. . .

بېرته خبرونه ته