مطبوعاتي اعلامیه

  خبرتیا
- خبرتیا 
- خبرتیا
- خبرتیا 
- اعلامیه وزارت معادن و پترولیم در رابطه به نشردومین گزارش نظارتی کمیته میک (MEC)
- اعلامیه وزارت معادن وپترولیم در مورد گزارش 8 صبح در ارتباط به پروژه تاپی
- اطلاعیه حصول مقروضیت های 17 شرکت معدنکاری
- اعلامیه فسخ قرارداد طلای سمتی با شرکت ویست لند جنرال تریدنگ

 

 

مطبوعاتی اعلامیه

د ټاپي پروژې په اړه د هشت صبح او پیک مرکز د تحقیقاتي راپور په اړه غبرګون

۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸

کانونو او پټرولیم وزارت او د جمهوري ریاست لوړ مقام دفتر په مالي او بانکداري اموراتو کې  د ستر سلاکار دفتر په هشت صبح او پیک مرکز کې د ټاپي پروژې د پایپ لاین په اړه چې د چنګاښ د میاشتې په ۱۵ چې ۱۳۹۸ سره سمون خوري خپور کړي دی، کوم چې د خبریالئ د معیارونو او د خبر د روڼوالي د اصولو سره برابرئ نلري خپلې اندیښنې څرګندوي.

او په لاندې ډول د نوموړي خبر د اشتباهاتو په اړه وایو:

-         په یاد خبر کې چې دهشت صبح او د پیک تحقیقاتي مرکز له لورې خپور شوي راغلي دي چې د چالک په نومي شرکت سره یې د ټاپي  پروژې اصلي تړون لاسلیک کړئ، په داسې حال کې چې د نوموړی شرکت سره د ټاپي پایپ لاین پروژې هیڅ کوم تړون نه دی لاسلیک شوی.

-         او په همدې خبر کې ویل شوي چې د وینکو امتیاز په نامه شرکت له خوا يې د نوموړي پروژې د ځمکې د استملاک یادونه کړي، په داسې حال کې چې د ځمکو داستملاک د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا ورکول کیږي، نه دوینکو امتیاز شرکت له لارې.

-         او همدارنګه په نوموړي ګزارش کې ویل شوي چې ګواکې په ټاپي پروژه کې د کړنلارې په اساس قراردادونه ندي ورکړل شوي، دا پداسې حال کې ده چې د پروژې ټولې چارې د بین المللی قوانینو او اصولو په بنسټ پرمخ لاړې دي.

-         په یاد خبر کې لګول شوي تورنه ناسم دي؛ او داسې ښکاري چې د معلوماتو نشتون د حقایقو او سمو معلوماتو پرځای په خبرونو کې انګیرنې چې هیڅ حقیقت نلري پرځای کړي.

د ټاپي پايپ لائن پروژه د TPCL  - TAPI Pipeline Company Limited   چې ددې لورې شرکتونه / او تصدۍ د ترکمنستان ګاز، افغانستان ، پاکستان او هندوستان نه جوړ شوی عملي کیږي. د ټاپي پايپ لاین شرکت یو معتبر نړیوال شرکت دی چې په مالي ، حقوقي او تخنیکي برخه کې مشورې، څارنه او د پروژې د تسهیلاتو او تدارکاتو لپاره استخدام شوی دی. د ټاپي لمیټډ شرکت ټول فعالیتونه د پروژې د کړنو په برخه کې په شمول د قراردادنو، او سروې ګانو د شته پالیسو او د تګلارو او د منظور شویو کودنو په اساس چې د تمویل شويو هیوادنو له لورې منل شوي د هیئت مدیره له لورې تر څارنی لاندې نیول کیږي.

د ټاپي پايپ لاین شرکت مشاورین د تدارکاتو/ داوطلبی، معیارونه او هغه معیارونه چې په بنیاد ېې یاد قراردادونه او پروسې پر مخ تللې دي ارزیابي کوي. په تړل شویو تړونونو کې ټول شرایط او تګلارې د نړیوالو معیاراتو پربنسټ په پام کې نیول شوي. ددې نه اخوا،  د تړونونو په ورکړه کې د یوه هیواد نظر نه، مګر ددې پروژې د تمویل کوونکو ټولو هیوادونو نظرونو ته پام شوی دی.

د کانونو پټرولیم وزارت او د جمهوري ریاست د لوړ مقام دفتر په مالي او بانکداري اموراتو کې  د ستر سلاکار دفتر د ټاپي پروژې په اړه د ناسمو معلوماتو خپرول په اړه وایې چې د داسې معلوماتو خپرول د رسنیو اعتبار ته ضربه او په لویه کچه د افغانستان د اقتصادي پراختیا اهداف تر سوال لاندې روالي. چې د داسې خبرونو خپرول  د خبریالئ د اصولو چې په هغې کې بې طرفي، دقت، روڼوالی او ځواب ورکول معیار دی هم  تر سوال لاندې راولي او هم يي نقض کوي.

 د کانونو او پټرولیم وزارت او د جمهوري ریاست لوړ مقام ستر سلاکار د ټولو رسنییو څخه په احترامانه هیله کوي چې د ټاپي پروژی په اړه د معلوماتو د خپرول څخه ترهغه وخته چې هراړخیز معلومات ونه لري ډډه وکړي.

 د پخوا په څیر، د محترمو رسنییو څخه هیله کیږي چې ټاپي پروژې په اړه د پوره او اعتباري معلوماتو پخاطرد کانونو او پټرولیم وزارت او د جمهوري ریاست لوړ مقام دفتر په مالي او بانکداري اموراتو کې  د ستر سلاکار دفتر ته چې د ټاپي پروژې په اړه معلومات لري مراجعه وکړي.

----------------------------------------------------------------------------

خبرنامه

۲۳ جوزا ۱۳۹۸

د ۱۷ شرکتونو د مقروضیت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې ترلاسه شو

په کانونو او پټرولیم وزارت کې د مقروضیت دکمیټې د جوړیدو سره د معدنکارۍ شرکتونو ټول مقروضیت وڅیړل شول  او  دیادو پایلو نتیجه داقتصاد عالي شورا ته وړاندې شوه؛ چې ورسته د شورا دفیصلې د عوایو د راټولو آمریت دیادې فیصلې په اساس د مقروضیت درلودنکې شرکتونو د قراردادنو محاسبه پیل او په اقساطو يي تقسیم بندي کړل. او د مقروضیتونو د راټولیدو بهیر پیل شو.

په مجموعي توګه ۳۳ شرکتونه مقروض چې د هغې د جملې۱۷ شرکتونو حسابونه تصفیه او ۱۶ نور شرکتونه به هم ډير ژر خپل حسابات تصفیه کړي.

دیادونې وړ ده چې تر دا دمه (۲۵۵۸۳۵۶۶۴) افغانی مقروضیت راټول شوئ او تر (۴۴۱۷۷۹۹۹۰) افغانی مقروضیت به هم ډير ژر د ټاکل شوي جدول او وخت په اساس د اقساطو په شکل راټول شي.

 

----------------------------------------------------------------------------

د سترو کانونو د داوطلبۍ اطلاعیه

22 جوزای 1398

کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو دنویو پالیسو او قوانینو په اساس د پانګونې دجذب په موخه په لمړي سر کې په ۱ – کاپیسا ولایت کې د مرمر ۲- کاپسیا ولایت کې د تالک ۳- په هرات ولایت کې د مرمرو۴- په وردګو ولایت کې د تراورتین ۵- په پراون ولایت کې دمرمرو پروژې داوطلبۍ ته سپارلي. ټول پانګوال کولۍ شي چې دیادو پروژو په اړه معلومات په لاندې لینک پیدا کړي.

https://momp.gov.af/new-large-scale-tenders

----------------------------------------------------------------------------

مطبوعاتي اعلامیه

18 ثور 1398

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ نورابه او سمتي دسروزرو قرارداد د ویست لند جنرال تریندګ سره فسخ شو

د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ نورابه او سمتي دسروزرو قرارداد چې دوزایرانو شورا د ۷ مصوبې ۱۶/۲/۱۳۸۷ په اساس د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت او ویست لند جنرال تریدنگ کمپنی WLGT ترمنیځ د ۵۰ میلون افغانۍ ابتدايي پانګونې د تفحص او اکتشاف په برخه کې او تر ۲ ملیادره افغانۍ د بهربردارۍ په برخه کې د ۱۴ کیلو متر مربع تړل شوئ وو؛ د مختلط هیئت د ګزارش او پلټنې او دافغانستان د ملي تدارکاتو کمیسون دفیصلې په اساس د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ نورابه او سمتي دسروزرو قرارداد ۱ ثور ۱۳۹۸د ۱۸۶ جلسې کې فسخ شوئ دی. د قرارداد دفسخ کیدو دلیل د شرکت له لورې د مکلفیتونو نه پوره کول لکه اسختراجي ، اجتماعي او چاپریال ساتنې ترڅنګ دمقروضیتونو نه ورکول مشخصه شوي دي.

دیادونې وړ ده چې دافغانستان دتدارکاتو ملي کمیسون اقتصاد، عدلیې، ملي تدارکاتو کمیټې او دافغانستان کانونو او پټرولیم وزارت ته دندې سپارلي ترڅو د شرکت سره د مقروضیتونو موضوع د حقوقي اړخه وڅيړي.