د فاریاب ولایت چهل ګزی ولسوالۍ ته د ټاکل شوی هیئت راپور:

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۳ - ۱۲:۱۲
ww

د چهل ګزې او قیصار ولسوالیو اوسیدونکو له بد بوۍ څخه شکایت درلوده چې د خلکو د ځورېدو لامل شوی وو.
د 28/10/1401 نېټې د ټولنیزو رسنیو له لارې دا خبر خپور شوی و چې د خواجه سپلان ګازو له څاه څخه بد بوی راځي چې د خواجه سپلان (1) نمبر څاه د میمنې څخه په 75km کې موقعیت لري. او د لویدیځ له لوري د علی ګل نفت کان سره پوله لري. د (1) نمبر څاه ژوروالی 1000 متره ده او د یادې طبقې سقف له تریاس څخه ده او  د دې څاه کیندلو چارې د 28/10/1978 نېټې پیل او تر 31/1/1979 نېټې پورې د تریاسو په رسوباتو کې  د 1059 مترو  په ژوروالي سره پای ته ورسېده. چې د CO ډیبټ ګاز څاه څخه شپه او ورځ mm5.8 چې 60.10 متر مکعب سره مساوي ده  محاسبه شوی. او د کاندنسات اندازه یوه شپه او ورځ  له 15 څخه تر 20 متر مکعب کیږي. یاده څاه د 1368 کال د میزان په میاشتې کې د غیر مسؤولو اشخاصو له لوري تخریب او خلاصه شوې وه. چې ځايي خلکو له استخراج شو نفت څخه استفاده کوله او له کلونو راهیسي همداسې خلاصه وه چې بیا وروسته بند کړل شوه چې بیا د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام لارښوونې په اساس ټاکلي هئیت د چهل ګزې ولسوالۍ د استخباراتو مدیر په ملتیا د 1/11/1401 نېټې د خواجه سپلان له سیمې چې له یادې ولسوالۍ څخه په km22 فاصله کې موقعیت لري. له یوې څاه څخه  چې مخکې د تفحصات ریاست له لوري کیندل شوې وه لیدنه وکړه.او هیڅ داسې اثر ونه لیدل شوو  چې له یادې څاه څخه دې ګاز او یا نفت ایستل شوي وي او نه هم داسې کوم بوی حس کېده. او همدارنګه  یې له ځايي خلکو څخه هم معلومات وکړل هغوی هم له بد بوی څخه شکایت نه درلوده.او د بد بوۍ له منبع څخه بې خبري څرګنده کړه.
یاد هیئت د خواجه سپلان څخه له راستنېدو وروسته د چهل ګزې  محترم ولسوال مولوي حمید الله سره ناسته وکړه او یادې سیمې ته یې د تګ او لیدنې په اړه معلومات ورکړل. او غوښتنه یې ورڅخه وکړه چې د دغه ډول بد بوی دښکاره کېدلو په صورت کې دې ژر تر ژره د هایدرو کاربنونو تنظیم عمومي ریاست په جریان کې واچوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته