د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کندز ولایت له پخواني والي سره وکتل
![sss](/sites/default/files/2022-05/whatsapp_image_2022-05-31_at_12.43.04.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن سه شنبه د 10/3/1401 نېټې د کندز ولایت له پخواني والي محمد عمر صافي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان له کانونو څخه د ګټورې استفادې او د کانونو د لویو نړیوالو شرکتونو د هیواد پر کانونو د پانګونې لپاره جلب، جذب او هڅولو لپاره مشورتي بسټونو جوړول او همدارنګه په افغانستان کې د کانونو د لویو شرکتونو لپاره د پانګونې د فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې.